د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان قومي اسمبلۍ پښتونخوا کې د فاټا ګډولو مسوده تصویب کړه


د پاکستان قومي اسمبلۍ په یو تاریخي اقدام کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د قبایلي سیمو (فاټا) د ګډولو قانوني مسوده منظوره کړه.

د نوې مسودې په اساس به د فدرالي انتظام لاندې سیمې چې فاټا یادیږي، د پاکستان په حکومتي نظام کې شاملې شي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د پنجشنبې په ورځ (مۍ۲۴) د رایو په اکثریت سره دا مسوده منظوره شوه. د قومي اسامبلې ۲۲۹ غړو د مسودې په پلوۍ او ۲۹ تنو یې په مخالفت رایې ورکړې او په دې توگه د اسمبلۍ دوه-درېیمې برخې ومنله.

اوس به دا مسوده د پاکستان سنا ته ځي او د هغه له تصویب وروسته به عملي بڼه غوره کوي. د پاکستان د جیو تلویزون وايي صدراعظم شاهد خاقان عباسي د قومي اسمبلۍ غړو ته په وینا کې وویل چې دا مسوده د دولت او د دولت د مخالفینو په ملاتړ تصویب شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم د دې قانون د منظورۍ ملاتړ کړی دی. خو په پارلمان کې د جمعیت علما اسلام فضل الرحمن او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ددغه کار مخالفت کړی دی او په دې اړه یې رایه اچونه کې برخه نه ده اخسیتې.

فاټا یا قبایلي علاقه یوه ازاده سیمه بلل کېده او فدرالي حکومت یې چارې تنظیمولې، خو دوې خپله داخلي ازادي هم لرله.

XS
SM
MD
LG