د لاس رسي وړ اتصالات

اف بي ای: د طالبانو واکمنیدل کولی شي امریکا کې تندلاري زړور کړي


د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې FBI د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ ( وږې ۳۰) خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنیدل کولی شي په امریکا کې تندلاري زړور کړي.

د تحقیقاتو د فدرالي ادارې رئیس کریستوفر رې د امریکا د سنا مجلس په یوې استعمایه غونډه کې قانون جوړونکو ته وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت سقوط او احتمالا د بهرنیو ترهګرو ډلو پر یوه پټنځای د هغه هیواد بدلیدل، ممکن په لودیځ کې میشت تندلاري تاوتریخجنو اقداماتو ته وهڅوي.

ښاغلي رې زیاته کړه، له دې ډول تهدیداتو سره مبارزه د امریکا په منځ کې د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد د مبارزې په سر کې ځای لري.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې په چټکۍ سره په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، اوس په هغه هیواد کې وضعیت څاري.

بلخوا د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې د ملي مرکز مشرې کرستټین ابي زید د سه شنبې په ورځ په استعماعیه غونډه کې امریکایي سناتورانو ته وویل چې د واشنګټن اصلي تمرکز په دې دی چې القاعده شبکه او داعش څه ډول ځانونه پر امریکا د برید لپاره چمتو کوي.

میرمن ابي زید زیاته کړه، امریکا باید څارنه او ارزونه وکړي چې آیا القاعد او داعش له اټکل شویو وړاندوینو مخکې، د خپلو بهرنیو عملیاتو وړتیاووي‌ پراخوي که نه.

د امریکا استخباراتي چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د داعش خراسان څانګې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د افغانستان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د څلورو خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی، هغه بریدونه چې له امله یې ۱۳ امریکایي پوځیان او څه باندې ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول او په لس ګونه نور ټپیان شول.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، اوس داسې زیاتیدونکې نښې شته چې د القاعده او اسلامي دولت ډلې پلویانو دې جګړه ځپلې هیواد ته سترګې نیولې دي

د امریکا د استخباراتي ادارې مرستیال ډیویډ کوهن تیره اوونۍ وویل ددغو ډلو یو شمیر تندلارو له وړاندې د افغانستان په طرف خپل سفر پیل کړی دی.

ښاغلي کوهن خبرداری ورکړ چې ښايي القاعده شبکه تر یو کال پورې په افغانستان کې ځان بیا ورغوي خو د هغه په وینا، امریکا به له نږدې څخه ددې شبکې پر فعالیت څار ولري.

بلخوا په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې امین الحق ته یوه منسوبه ویډیو خپره شوه چې ننګرهار ولایت ته ستون شوی دی. امین الحق د القاعده شبکې پورې یو تړلی کس دی چې د تورهبوره په سیمه کې د القاعده شبکې له بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن سره یوځای جنګیده.

افغانستان ته د القاعده د ستنیدو په اړه د امریکا د استخباراتي چارواکو خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې یو شمیر شنونکو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان به یو ځل بیا دترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.

یو شمیر شننونکو ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو له وتلو وروسته، اوس ددغو تندلارو د څار مسله ستونزمنه شوېده.

د سي ای اې مرستیال ډیویډ کوهن پر دې موضوع په اعتراف سره وویل چې د تیرو شپږو میاشتو په شان په افغانستان کې توانایي نلري، خو هغه ټینګار وکړ چې امریکا او متحدین یې لهافغانستان څخه د معلوماتو د راټولیدو په برخه کې تجربه لري.

د امریکا دغه استخباراتي چارواکي وویل امریکا به په افغانستان کې د فزیکي حضور پرته، د امکان تر حده د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو رئیس جنرال سکاټ بریر ویلي دي چې محتاطانه استخباراتي ارزونې ښکاره کوي چې یو یا دوه کاله به وخت ونیسي چې القاعده په افغانستان کې خپله وړتیا ترهغې کچې ورسوي چې د امریکا خاورې ته تهدید متوجه کړي.

XS
SM
MD
LG