د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه په شمول، په نادعلي، ګرشک، سنګین، موسی کلا، نوزاد، خانشین او واشیر ولسوالیو په ځینو سیمو وسله والو حملې کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وایي د هلمند ولایت جکړه سخته جګړه ده.
ښاغلي ستانکزي نن په کابل کې د کورنیو چارو له وزیر نورالحق علومي سره یو ځای خبریالانو ته وویل چې دم ګړۍ په سنګین ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او دغې ولسوالۍ ته یې تازه دمي سرتیري هم ليږلي دي.
ښاغلي ستانکزي وویل" مشکل شرایط وجود لري، بې له شکه په خانشین کې هم جنګ شوی په سنګین کې هم جنګ شوی دی، تېره شپه هم جنګ وو، په ګرشک کې هم جنګ شوی دی، له دې درکه اندېښنې په ځای دي، دغلته خاصې قطعې رسېدلي او عملیات پرمخ وړي."
معصوم ستانکزی دا نه مني، چې د هلمند ولسوالیو سقوط کړی وي، وايي له پخوا د هلمند په باغران، بارامچه، د خانشین او زمینداور په ځینو سیمو له پخوا نه د دولت حاکمیت نه وو او دا ولسوالۍ تازه په تېرو څو ورځو کې سقوط ندی کړی.
خو ستانکزی وايي، چې د هلمند په ګرشک، د لښکرګاه په اطرافو او مارجه کې عملیاتونه روان دي، خو ډېره توجه یې په سنګین ده.
د ملي دفاع د وزارت سرپرست وايي، لوی درستیز، د دفاع وزارت مرستیال، اوپراتیفي ډلګۍ، د قول اردو قومندان او د پولیسو عمومي رئیس نن عملا په هلمند کې دي او د هلمند د حالاتو په عادي کولو لګيا دي او نوي تدابیر یې نیولي دي.
ستانکزی وايي، د هلمند حالات داسې ندي چې د مدیریت وړ نه وي او یا حالات دومره خراب شي، چې د مدیریت نه وي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د ځینو رسنیو د هغو راپورونوپه باب چې د ننګرهارولایت د مرکز جلال اباد سره نږدې د تور غره په څنډو کې چورلکو دوشنبې په ورځ وسله وال ښکته کړي دي، وې ویل چې ددې کار لپاره یو تخنیکي پلاوی ګمارل شوی دی، ترڅو دا ادعاووې معلومې کړي.
ستانکزی وايي، چې افغانستان د رادار سیستم نه لري، ترڅو په فضاء کې الوتکې کنټرول کړي ولې هیڅ افغان هوايي ځواک دا کار ندی کړی.
د هلمند د امنیت په هکله اندیښنه
په کابل کې د ځوانانو د همغږۍ او پیاوړتیا شبکې غړو او د هلمند ولایتي شورا چارواکو نن په یو خبري کنفرانس کې د هلمند حالات د اندیښنې وړ وبلل او د افغان حکومت څخه یې ددغه ولایت د امنیت لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم الله اتل یوې خبري ناستې ته وویل چې اوس مهال په هملند ولایت کې پنځه ولسوالۍ په بشپړه توګه د مخالفینو په لاس کې دي او درې نورې ولسوالۍ چې سنګین واشیر او مارجه پکې شاملې دي له سقوط سره مخ دي.
د اتل په وینا په تیرو دریو میاشتو کې په هلمند کې ۶۹۷ سرتیري وژل شوي او ۴۷۸ ټپیان دي په داسې وخت کې چې په لسګونو ملکي وګړي وژل او یا هم ټپیان دي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر کریم الله اتل په وینا په هملند کې روانه جګړه د نشه يي توکو،کانونو او د هلمند د اوبو پر سره ده چې لوی لاسونه پکې لاس لري.
د هلمند د ولايتي شورا چارواکي وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۳۶۰۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بې ځای شوي دي په داسې وخت کې چې ۵۲۶۰۰ نورې کورنۍ په دننه هلمند کې کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د فراه ګلستان ولسوالۍ
بل لورته وسله والو طالبانو د هلمند ولایت په ګاونډ کې د فراه د ولایت د ګلستان د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.
د طالبانو یو ویاید قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې تیره ورځ یې ددغې ولسوالۍ د نیولو پر وخت زیاته اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.
خو احمدي ویلي چې د دغې ولسوالۍ ساتوونکي او کارکوونکي د هوا له لارې له ولسوالۍ ایستل شوي دي.
د فراه ولایت امنیه قوماندان جنرال توریالي عبدیاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا ولسوالۍ طالبانو نه ده نیولې بلکې د دغه ولایت د پریکړې له مخې د ولسوالۍ مرکز د خپل اصلي ځای څخه ددغې ولسوالۍ ۲۵ کیلو مترۍ ته یوې ګڼ میشتې شیمې ته لیږدول شوی دی.
جنرال عبدیاني وویل چې د ګلستان د ولسوالۍ مرکز د مخالفو وسله والو د امنیتي ګواښونو له امله نه دی لیږدول شوی.