د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: په مصر کې په یوې کلیسا کې اورلګېدلی او ۴۰ تنه مړه شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په مصر کې چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمری۲۳) د مذهبي مراسمو په مهال د قبطي مسیحیانو په یوې کلیسا کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي‌دي.

پېښه د مرکز قاهرې په شمال-لویدیځ کې د ابو سیفین په کلیسا کې شوې ده. د اور لګېدو پوره علت لا معلوم نه دی، خو ویل شوي چې اور د برښنا د شارتۍ په وجه رامنځته شوی دی.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «ما ټول دولتي خدمتي ادارې منظمې کړې چې مطمین شو ټول اقدامات ترسره کېږي.» د مصر د اطفايي ادارې ویلي‌ دي‌ چې اور یې کنترول کړی دی.

د مصر د قبطي مسیحیانو کلیسا د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت په حواله ویلي دي چې په پېښه کې ۴۱ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

د لوی څارنوال دفتر ویلي دي چې سیمې ته یې یوه پلاوی استولی چې د پېښې علت معلوم کړي او پلټنې یې پیل کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې قبطي مسیحیان په منځني ختیځ کې ډېر دي‌ او د مصر د ۱۰۳ میلیون نفوس لس سلنه جوړوي.

دوی شکایت کوي چې د مسلمانانو له لوري ورسره تبعیضي چلند کېږي. په قبطي مسیحیانو باندې په مصر کې اسلامپالو وسله والو بریدونه هم کړي دي. دوی همدغه راز شکایت کوي چې په حکومت کې په لوړو څوکیو نه ګمارل کېږي او د هغه محدود کوونکي قانون له کبله خواشیني دي چې په اساس یې د کلیساو په پرتله جوماتونه ډېر جوړېږي.

السیسي د مصر لومړی ولسمشر دی چې دغه هېواد کې د قبطي مسیحیانو په کلنيو مذهبي مراسمو کې شرکت کوي او په دې وروستیو کې د اساسي قانون په محکمې کې یو قبطي قاضي هم ګمارلی دی. نوموړي ویلي دي چې د تیلیفون له لارې یې د قبطي مسیحیانو پاپ توادروس دویم ته یې د اور او په اور کې د مړه شویو کسانو له کبله تسلیت ویلی دی.

په مصر کې دا ډول اور لګېدل تر یوې اندازې معمول بلل کېږي، د تېر کال د مارچ په میاشت کې د ټوکرو په یوې کارخانې کې هم اور لګېدلی و چې له کبله یې ۲۰ تنه مړه شو. په ۲۰۲ کې په دوو روغتونونو کې اور ولېګده چې په کرونا اخته ۱۴ کسان په کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG