د لاس رسي وړ اتصالات

مصریان د ټینگو امنیتي تدابیرو لاندې نوی ولسمشر ټاکي


مصریان خپل نوی جمهور رئیس ټاکي
مصریان خپل نوی جمهور رئیس ټاکي

د مصر د پوځ پخوانی مشر عبدالفتاح السیسي چې منتخب جمهور رئیس محمد مرسي ېې له واکه گوښه کړ ښایي د جمهوري ریاست ټاکنې وگتي.

هلیکوپترې د مصر د پلازمینې قاهرې په ځینو سیمو باندې د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې چورلیدلې چې د مصر د جمهوري ریاست دوه ورځنۍ ټاکنې پیل شوې او په ځینو سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوی دي.

پولیسو د رایو په مرکزونو کې د رایو اچونکو د خونديتوپ دپاره سړکونه تړلي و. څه دپاسه ۴٠٠٠٠٠ مصري پولیس او پوځیان د ټاکنو دپاره توظیف شوي او د هیواد په گوټ گوټ کې څه دپاسه ١۴٠٠٠قاضیان د رای اچونې بهیر څاري.

د اروپا او افریقا اتحادیې څو سووه څارونکي هم ددې بهیر د څارلو لپاره په مصر کې دي.


د سکای نیوز عربي رسنۍ د راپور له مخې د اخوان المسلمین د ډلې څو تنه پلویان ونیول شول چې په مانوفیه ولایت کې د ټاکنو د گډوډۍ دپاره ېې په تشدد لاس پورې کړی و.

د لومړنیو رپوټونو له مخې پولیسو دا خبره رد کړه چې د باني سېوف په ښارگوټي کې د اخوان المسلیمن پلویان په کور کې جوړ شوی بم د یوې کلیسا مخ ته اچولی دی.


د رایو مرکزونو ته لیکې

رای اچونکي د قاهرې د رایو د مرکزونو نه دباندې لیکې جوړې کړې وې او ښځو د مصر بیرغونه او د عبدالفتاح السیسي انځورنه رپول. د مصر د کابو نوي میلیونه وگړو نه ٥۴ میلونه خلک د شرایط وړ راجستر شوي رای اچونکي دي.

د شرقیه ولایت په گډون په ځینو مهمو سیمو کې چې د اخوان المسلیمن اکثریت نفوس جوړوي خلک د رایو مرکزونو ته ندي راغلي.

د اخوان المسلیمن ډلې له خپلو ملاتړو څخه غوښتي چې په ټاکنو کې گډون ونه کړي او ویلي چې په ځای یې په مظاهرو لاس پورې کړي. شرقیه د گوښه کړای شوې اسلامپاله جمهور رئیس محمد مرسي ټاټوبی دی.


د مصر دوه ورځیني ټاکنې به د هیواد درې کلن سیاسي کړکیچ ته د پای ټکې کیږدي چې جمهور رئیس مرسي ېې د پراخو مظاهرو په ترڅ کې گوښه کړ، په زرگونه خلک ېې په اخو ډب او د یاغیانو په بریدونو کې ووژل او د هیواد اقتصاد ېې دړې وړې کړل.

کاندیدان
فیلد مارشال السیسی د پوځ نه گوښه شو چې جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي. د ښاغلي مرسي پرته د مصر پخواني مشران ټول د پوځي لیکو نه راغلي دي، خو السیسي وایي پوځ به د مصر په واکمنۍ کې هېڅ رول ونلري.

په دې ټاکنو کې ښاغلی السیسي یوازې یو سیال لري چې هغه حمدین صباحي یو کیڼ اړخی دی چې د مصر ٢٠١٢ ټاکنو کې یې له ښاغلي مرسي نه ماته خوړلې وه. صباحي د دوشنبې په ورځ د ټاکنو په لومړي ورځ خپله رایه صندوق ته واچوله.

ښاغلي صباحي وویل "زه خپل د کمپاین په ځوانانو باندې ویاړم. فکر کوم چې هغوي د دې کمپاین ریښتووني اتلان دي. د هغوي رول زما نه ډیر مهم وو، د هغوي ونډه تر ما ډیره وه خدای دې ونکړي چې دوي پاتې راشي."


د مصر د پوځ پخواني مشر ښاغلي السییي هم د دوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست په ټاکنو کې خپله رایه ورکړه او وویل "نن به مصریان له کوره راووځي او خپل تاریخ به ولیکي او خپل راتلونکی به وټاکي. د ټولې نړۍ مونږ ته پام دی چې مصریان به نن او سبا څنگه خپل تارېخ جوړوي."

ښاغلی السیسي وایي که چیرې ټاکنې ېې وگټلې د مرسي په مشرۍ اسلامپاله ډله اخوان المسلین به په مصر کې راتلونکی ونلري.

د مصر خلک داسې یوه جمهور رئیس ټاکلو ته لیواله دي چې هیواد کې امنیت اعاده کړي او اقتصاد په پښو ودروي. که چېرې راتلونکی جمهور رئیس د دغو مسلو په حل کولو کې ناکام شي ښایي د نویو نارامیو سبب وگرځي چې د ځینو څیړونکو په اند ډیر به خونړۍ وي.
XS
SM
MD
LG