د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د یوناما پنځه افغان امنیتي کار کوونکي وژل شوي


یادې ادارې ویلي چې په دغه برید کې د ملګرو ملتونو کارکونکو او موټر ته زيان ندی اوښتی.
یادې ادارې ویلي چې په دغه برید کې د ملګرو ملتونو کارکونکو او موټر ته زيان ندی اوښتی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د یادې ادارې د محافظت پر افغان ساتونکو برید شوی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ تیره شپه فبروري ۱۱ ( سلواغې ۲۳) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دوی پر افغان همکارانو دغه وسله وال برید تیره ورځ شوی دی.

یوناما ویلي: "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ دکابل په سروبي ولسوالۍ کې ددغې ادارې د محافظت د افغان ساتونکو د خدماتي ادارې دپنځو کسانو په مړه کيدو غمجنه ده. دملګرو ملتونو کارکونکي او موټر ته په هغه بريد کې هيڅ زيان ندی اوښتی چې د ملګرو ملتونو د کاروان د ساتنې د خدماتو د ادارې يو موټر پکې نن ولګيد."

یوناما نه دي ویلي چې دغه برید د سروبي ولسوالۍ په کومه سیمه کې د هغوی د موټرو په کاروان شوی دی.

تر دا مهاله افغان امنیتي چارواکو او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پر افغان ساتونکو د برید په اړه څه نه دي ویلی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله وال ډلې هم په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په هرات ولایت کې هم د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ څلور سرتیري د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG