د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيوي رئيس یوسف رشید په وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چې د نوموړي پر موټر وسله وال برید نن چهارشنبه سهار ډسمبر ۲۳ (مرغومې دریمه) د کابل ښار په «تڼي کوټ» سیمه کې شوی دی.
داسې ویل کیږي چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي رئیس په برید کې تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
فرامرز زیاته کړې چې په دغه برید کې د هغه موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ پر اجرائیوي رئیس یوسف رشد برید غندلی دی.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پر مدني، رسنیزو او ټاکنیزو فعالانو بریدونه پر ازادي او د افغانستان پر ولسواکۍ برید دی.
د کابل امنیتي چارواکي همدارنګه زیاتوي چې نن سهار د کابل ښار دولسمه امنيتي حوزه کې یو پولیس هم د ماین چاودنه کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
تېره ورځ هم د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
په پرونۍ چاودنه کې د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا ریاست عمومي مدیره او سرپرسته سمونواله ډاکټر نظیفه " ابراهیمي" او د دغه ادارې یو بل ډاکتر او موټر چلوونکی ووژل شول.
د تیرې یکشنبې په ورځ بیا د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د موټر برید له امله لس تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۵۲ تنه نور ټپیان شول.
تر دې مخکې د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه سکرټر هم د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.
تر دا مهاله د دغه ټولو پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.