د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د خاشقجي په قضیه کې ۵ کسانو ته د اعدام سزا واوروله


د سعودي عربستان یوې محکمې نن د دوشنبې په ورځ (۲۳ دسمبر) پنځو کسانو ته د واشنګټن پوسټ وژل شوي خبریال، جمال خاشقجي د قتل په تړاو د اعدام او درې نورو ته یې د بند سزا واروله.

د عربستان څارونوالی په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې دغو کسانو ته چې د اعدام سزا اورول شوې، هغه کسان و چې د خاشقجي په قتل کې یې په مستقیمه توګه لاس درلود.

هغه کسان چې په زندان محکوم شوي، د دغې دسیسې په پلان کې یې رول لوبولی و.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له داخلیدو وروسته ووژل شو او جسد یې تری تم شو.

په لومړیو ورځو کې سعودي عربستان د جمال خاشقجي په وژل کیدو ناخبري ښودله، خو وروسته یې منلې وه چې هغه د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی و.

د ملګرو ملتونو لخوا د غیرقانوني اعدامونو د څیړنو مسئولې اګنس کالامارد د جون په میاشت کې په یو خپور کړي راپور کې منلې وه چې ځينې معتبر شواهد په دغې قضیې کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لاس درلودل په ډاګه کوي.

همداراز د امریکا د استخباراتي ادارې پلټنو هم ښودلې وه چې د خاشقجي د وژلو امر محمد بن سلمان لخوا ورکړل شوی و خو د سعودي ولیعهد بیا دغه تورونه په وار وار رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG