د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې سیلابونو ۱۰۰ تنه مړه کړي‌ او سلګونه نور ورک دي 


د جرمني‌ چارواکو ویلي دي‌ چې په ځینو سیمو کې سیلابونه بیخي یې ساری وو
د جرمني‌ چارواکو ویلي دي‌ چې په ځینو سیمو کې سیلابونه بیخي یې ساری وو

په جرمني کې چارواکي وايي د هېواد په لویديځ کې سختو بارانونو او سیلابونو له کبله شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه شویدي.

چارواکي وايي په دغو سیلابونو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ نور کسان ورک دي.

د جرمني د هوا پېژندني‌ د ادارې ویاند اندرییز فریدریچ سي امریکايي رسنۍ ان ان ته وویل: « په ځینو سیمو کې دومره باران شوی چې موږ یې په تېرو سلو کلونو کې ساری ندی لیدلی.»

د جرمني اژانس «دویچه وله» وايي چې ډېر تلفات د دغه هېواد د «راينلند» او «نورت راين ويسفالن» کې اوښتي دي‌ چې شاوخوا ۱۳۰۰ کسان لا هم ورک دي.

چارواکي وايي د بن په جنوب لویدیځ کې د «Ahr» سیند اوبو پورته ختلې او د دغه سیند غاړې ویجاړې شوي دي.

په سیلاب ځپلو سیمو کې تیلیفوني‌ او انټرنټي شبکې بندې شوې او همدغه کار د ژغورنې عملیات هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي‌ دي. همدغه راز د اورګاډو او کښتیو تګ راتګ هم ټکنی شوی دی.

له فضا څخه په اخیستل شویو ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې سیلابونو کورونه او پلونه ړنګ کړي‌ دي. پولیس چارواکي وايي یو شمېر کورونه غورځېدلي دي او ځینې نورې ودانۍ هم د غورځېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ژغورنې ډلې او سرتېري‌ استول شوي چې خلک وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني صدراعظمه انګېګلا مېرکل له ولسمشر جوبایډن سره د خبرو لپاره امریکا ته راغلې ده.

هغې په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د انسانانو په تلفاتو او ودانیو په ورانېدو خورا خواشینې شوې ده او همدغه راز یې د قربانیانو له کورنۍ سره غمرازي‌ کړې ده.

د اروپا په ځینو نورو هېوادونو لکه بلجیم، فرانسې،‌ هالنډ او لوګزامبور کې هم د سختو سیلابونو راپورونه ورکړل شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG