د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ زارع ولسوالۍ کې سېلابونو پراخ زیانونه اړولي


په بلخ کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي، د دغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه سېلابونه د تېرې ورځې مازدیګر راپدېخوا په یاده ولسوالۍ کې را وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د خلکو شاوخوا ۳۰۰ کورونه اوبو نړولي چې له امله یې پراخ مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

ښاغلي وزیري وویل: "تېره ورځ چې کوم سېلابونه راغلي دي له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پوري کورونه یې وړي دي، تر درې زره جریبه پوري زراعتي ځمکه یې تخریب کړې ده چې خلکو کښتونه باندې کړي و او همدارنګه ګڼ شمېر څاوري هم تلف کړي دي."

هغه په دغه سېلابونو کې د سر زیان په اړه معلومات ورنکړل، خو ویې ویل چې سیمې ته د زارع ولسوالۍ امنیه قوماندان او نور مرستندویه ټېمونه رسېدلي دي چې بشپړه معلومات به یې وروسته شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې تېره ورځ د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل کړی و.

د يادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولايتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، ميدان وردګ، بغلان، غزنى، زابل، باميان، دايکندي، ارزګان او غور ولايتونه شامل دي٠

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې ويلي چې د ورښت کچه به په بېلا بيلو سيمو کې له ٢٠ څخه تر ٦٠ ملي مترو پوري وي٠

دا په داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت روانه اونۍ وویل چې تیره کال په دغه هیواد کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۲زره نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت وویل چې د دې ترڅنګ په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او زرګونه څاروي هم د تیر کال طبیعي پېښو له امله تلف شوي دي.

بلخوا یاد وزارت ویلي چې روانه اونۍ په افغانستان کې د زلزلې له امله په بېلابیلو ولایتونو کې لس کسان مړه شوي او څه باندې ۷۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG