د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سیلابونه؛ ۱۵۱ تنه مړه شوي او کابو ۲۰۰ ټپیان دي


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

دا سیلابونه په پروان، کابل، کاپيسا، پنجشیر، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، نورستان، لغمان او خوست ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله راوتلي دي.

د دغه وزارت مرستیال محمدقاسم حیدري د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۷مه (وږي شپږمه) خبریالانو ته وویل: "د دغو سیلابونو په نتیجه کې ۱۵۱ تنه شهید شوي او کابو ۲۰۰ تنه تراوسه ټپیان دي".

هغه زیاته کړه چې دغه شمیرې وروستۍ ندي او ښایي تغیر وکړي.

د دغو سیلابونو له امله تر ټولو زیات تلفات او مالي زیانونه په پروان ولایت کې خلکو ته اوښتي دي.

د پروان د ملکي روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځای څخه ۹۳ مړي او ۱۰۹ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال محمدقاسم حیدري وویل چې په ټولو سیلاب ځپلو ولایتونو کې د ژغورنې او د مرستې رسونې عملیات دوام لري.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وویل چې په پروان کې ۱۰۰۰ سیلاب ځپلې کورنۍ بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه ولایت کې ۴۰۰۰ تنو ته چې له لوړ روغتیايي ګواښ سره مخامخ وو خوراکي توکو او د څښاک اوبو مرسته شوې ده.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی دی.

دغو سیلابونو په داسې حال کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې سیلابونه په افغانستان کې د شاوخوا اوو میلیونو وګړو ژوند ګواښي چې له دې شمېرې یو میلیون یې له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG