د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې سېلابونه؛ د مړو شمېر ۱۱۶ او ټپیانو ۱۲۶ ته ورسېد


د پروان سېلاب ځپلې
د پروان سېلاب ځپلې

د پروان ولایت سمیه ییز چارواکي وايي په دغه ولایت کې د هر ساعت په تېرېدو سره د سېلابونو له امله د مړو شمېر زیاتېږي.

چارواکي زیاتوي چې تر دا مهاله د څو شپې مخکې سېلابونو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۱۶ ته پورته شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار نن شنبه د اګست۲۹(وږې۸) امریکا غږ ته وویل چې تر دا مهاله ۱۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

اغلې شهکار زیاته کړه چې د ژغورنې عملیات روان دي چې په وینا یې یوازې د نن سهار راپدېخوا تر دا مهاله تر خاورو لاندې د شپږو تنو جسدونه پیدا شوي دي.

هغه وویل چې تر دا امهاله تر خاورو او ورانیو د پاتې کسانو شمېر لا معلوم نه دی، خو زیاته یې کړه چې د ژغورنې عملیات روان دي.

پر همدې مهال د پروان د ملکي روغتون رئیس ډاکټر عبدالقاسم سنګین امریکا غږ ته وویل چې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه چې د اکثرو ټپيانو روغتیايي حالت ښه دی او په وینا یې تر دا مهال شو شمېر تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په سیلابونو کې د افغانانو په تلفاتو اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلی خلیلزاد له افغان حکومت، نادولتي‌ادارو، مرسته کوونکو او نورو غوښتي چې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټول هیواد کې د سېلابونو له امله ۱۶۶ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دی.

XS
SM
MD
LG