د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي د سه شنبې په ورځ به ونیول شي


د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي د راتلونکې سه شنبې په ورځ به ونیول شي.
د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي د راتلونکې سه شنبې په ورځ به ونیول شي.

د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ شنبه مارچ ۱۸ (کب۲۷) ویلي د هغو معلوماتو پر اساس چې د نیو یارک ایالت د منهاټن ولسوالۍ د څارنوالۍ څخه افشا شوي، دی تمه لري چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ به ونیول شي.

دونالډ ټرمپ پخپلې Truth Social شبکې کې لیکلي، "مخکښ جمهوري غوښتونکی کاندید او د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس به د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ ونیول شي." ټرمپ پخپلو پلویانو غږ کړی چې "مظاهره وکړئ، خپل ملت بیرته واخلئ".

هغه چې بیا یې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړی لیکلي چې ښایي د هغې ادعا پر اساس ونیول شي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د غیر اخلاقي فلمونو هنرمندې سټورمي ډانیلز ته پیسې ورکړي.

که ټرمپ پدې قضیې کې تورن شی دا به لومړی ځل وی چې د متحده ایالاتو یو مخکنی جمهور رئیس د جرم په کولو تورنیږي او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره به یو مهم پرمختګ وي.

که هغه پدې قضیې کې مجرم هم وبلل شي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید کیدو مخه یې نشي نیول کیدی خو تورن کیدل یې ښایي جدي عواقب ولري چې له یوې خوا به د هغه انتقاد کوونکي لا قوي شي او له بلې خوا به یې پلویان لا وهڅول شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.


د منهاټن ولسوالۍ دموکرات څارنوال الوین براګ د هغو ۱۳۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په هکله تحقیقات کوي چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه یوازې څو اونۍ وړاندې سټورمي ډانیلز ته، د ادعا په اساس، پدې خاطر ورکړل شوي وو چې پرې نښودل شي د ښاغلي ټرمپ سره خپله یارانه بربنډه کړي. خو ټرمپ بیا ویلي چې د میرمن ډانیلز سره چې اصلي نوم یې سټیفني کلیفورډ دی، یارانه نه درلوده.

د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي مشر کیون مک کارتي د نیویارک ایالت په څارنوالو تور لګولی چې د مخکني ولسمشر په خلاف د "سیاسي غچ اخیستو" لپاره دا ډول کړنې کوي او په ټویټر کې یې ژمنه کړې چې د دې موضوع په هکله به په کانګرس کې پلټنې پیل کړي.

خو بل پلو بیا د استاز مجلس پخوانۍ دموکراتې مشرې ننسي پلوسي ویلي چې د ټرمپ لخوا دا اعلان به د هغه د پلویانو تر منځ د نارامۍ پیدا کیدو سبب شي. پلوسي لیکلي، " هغه (دونالډ ټرمپ) د قانون له دې سرغړونې، انتخاباتو ته نه درناوي کولو او تشدد ته د خلکو هڅولو څخه نشي پټیدای".

دونالډ ټرمپ دا اعلان داسې وخت کوي چې چارواکو د هغه په خلاف هیڅ کوم جنایي تور ندی تائید کړی خو تر دې وړاندې د مطبوعاتو په راپورونو کې ویل شوي وو چې د نیویارک په ښار کې د قانون تنفیذ ادارو پخپله خوښه د ټرمپ د تسلمیدو لپاره په امنیتي تدابیرو بحث کړی.

XS
SM
MD
LG