د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن په کور کې د محرمو اسنادو څیړلو لپاره ځانګړی مفتش وټاکل شو


ځانګړی مفتش به معلومه کړي چې د حکومت محرم اسناد څنګه د جمهور رئیس جو بایډن په کور کې او دفتر کې ساتل کیدل.
ځانګړی مفتش به معلومه کړي چې د حکومت محرم اسناد څنګه د جمهور رئیس جو بایډن په کور کې او دفتر کې ساتل کیدل.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلنډ پنجشنبه جنوري ۱۲ (مرغومي۲۲) ځانګړی مفتش ټاکلی چې معلومه کړي څنګه د حکومت محرم اسناد د جمهور رئیس جو بایډن په شخصي کور او دفتر کې ساتل شوي و.

لوی څارنوال ویلي چې د مریلنډ ایالت لپاره پخوانی فدرالي څارنوال رابرټ هور یې ګمارلی چې پدې هکله پلټنې وکړي.

ښاغلي ګارلینډ د عدلیې په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې د دې اسنادو په هکله د پلټنو لپاره د ښاغلي هور ټاکل دا څرګندوي چې دا وزارت د حساسو موضوعاتو په هکله خپلواکۍ او حساب ورکوونۍ ته ژمن دی.

تر دې وړاندې یو شمیر جمهوري غوښتونکو هم د لوی څارنوال څخه غوښتي و چې د جمهور رئیس جو بایډن په هکله د پلټونو لپآره دې ځانګړی مفتش وټاکي.

د استازو د مجلس نوي ټاکل شوي جمهوري غوښتونکي مشر کیون مک کارتي پدې هکله په خبري کنفرانس کې وویل، "زه فکر کړم کې کانګرس باید پدې هکله پلټنې وکړي. زه فکر نکوم چې هیڅ امریکایي به پدې اند وي چې قانون باید د ټولو لپاره یو شان وي".

د محرمو اسنادو دوه سټه موندل شوي چې د جمهور رئیس جو بایډن پورې اړه لري.

د اسنادو یوه مجموعه د دپلوماسۍ او نړیوال تعامل لپاره د پین او بایډن مرکز په نامه په څیړنیز مرکز کې موندل شوې چې مرکزي دفتر یې په واشنګټن ډي سي کې دی.

اوسني جمهور رئیس جو بایډن دا مرکز وروسته تر هغه جوړ کړ چې د جمهور رئیس د مرستیال په توګه یې دنده پای ته ورسیده.

د اسنادو یوه بله مجموعه بیا تازه د جمهور رئیس جو بایډن په شخصي کور کې موندل شوې. پدې اسنادو کې یو داسې هم دی چې د ښاغلي بایډن په ګاراج کې و او نور یې یوې بلې خونې کې ځای پر ځای و چې ګاراج سره نږدې پرته ده.

د دې ډول اسنادو خوندي ساتل د متحده ایالاتو د ملي آرشیف دنده ده او د جمهور رئیس جو بایډن شخصي مدافع وکیل ددې اسنادو د تر لاسه کولو وروسته په سمدستي توګه همدې ادارې ته سپارلي دي.

دا لومړی ځل ندی چې د امریکا د یو جمهور رئیس په کور کې محرم اسناد موندل کیږي.

دا ډول اسناد د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په کور کې هم موندل شوي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ د دې اسنادو او یوې بلې قضیې په هلکه د پلټونو لپاره سابقه لرونکی څارنوال جیک سمیت د ځانګړي مفتش په توګه ګمارلی.

ښاغلی سمیت به د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو مشري په غاړه ولري چې د عدلې وزارت د چارواکو لخوا اوس مهال پر مخ وړل کیږي.

د عدلې وزارت پدې تحقیقات کوي چې آیا کوم شخص یا ادارې په ۲۰۲۰ کال کې چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وبایلل، د واک د انتقال او یا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶مې نیټې په کانګرس کې د انتخاباتي کالج د رایو په بهیر کې په غیر قانوني توګه لاس وهلی که نه.

دویمه موضوع چې د ښاغلي ټرمپ څخه پکې ترې تحقیقات کیږي، د محرمو اسنادو او سوابقو سره د ښاغلي ټرمپ چلند دی او آیا دا چې هغه پدې هکله د تحقیقاتو مخنیوی کړی که نه.

اوسنی جمهور رئیس جو بایډن او مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دواړو ویلي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته چې ټاکل شوې په ۲۰۲۴ کال کې وشي کاندیدان دي خو تر اوسه نده معلومه چې د دې اسنادو پیدا کیدل به د هغوي په کاندیدۍ څه ډول اغیز ولري.

XS
SM
MD
LG