د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره دې تخنیکي او مسلکي کسان زیات شي- روغتیايي کارپوهان


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د پولیو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره باید لا زیات رضاکاران او تخنیکي چارواکي موجود وي چې د دغه ویروس د له منځه وړلو لپاره لازمې لارې چارې ولټول شي.


دوی وايي، د پوليو واکسين د ناروغيو پر وړاندې د ماشومانو د معافيت کچه لوړوي او له دايمي فلج څخه يې ژغوري، نو له همدې امله يې د تخنيکي او مسلکي کسانو پر زياتوالي ټينګار کوي.


دغه کارپوهان همداراز وايي چې عام خلک باید د پولیو پرضد روانه مبارزه کې پوره برخه واخلي او د قومي مخورو او علماوو له ملاتړ څخه دې ګټه واخلي.


د کابل د کتلوي معافیت پخوانی مسوول، ډاکټر ګلاخان ایوب وايي، د پولیو واکسین پروسې ته د تخنیکي کسانو په جذبولو سره به په لنډه موده کې دغه ویروس له منځه ولاړ شي.


ښاغلي ایوب امریکا غږ ته داسې وویل: " د پولیو د کمپاین د ښه اغیزې لپاره اړینه ده چې د پروګرام تخنیکي کسان او د پولیو د کمپاین رضاکاران د خپلې تولنې څخه په دندو وګومارل شي. دا افراد او اشخاص باید د ټولنې د کلتور او عنعناتو سره اشنایي ولري او دوی ته ښه روزنه ورکړل شي، ترڅو پوه شي چې د کمپاین په لړ کې له کورنیو سره څرنګه مناسب چلند وکړي او هغوی ته د پولیو د واکسین ارزښت او خطر بیان کړي."


د هغه په وينا، هغه رضاکاران چې له کلونو راهيسې له دې بهیر سره يو ځاى دي او دغه فعاليت مخته وړي، بايد له قومي مخورو او ديني عالمانو سره پرله پسې اړيکې ولري، څو د هغوى ملاتړ ترلاسه او د ګوزڼ ويروس پر وړاندې خپل مثبت اغیز ثابت کړي.


نوموړي زیاته کړه: "د ټولنې مشرانو او ملا امامانو سره د اړیکو ټینګول او د جوماتونو له لارې ټولنې ته د پولیو د پوهاوي په اړه د پیغامونه رسول به د ټولنې د همکارۍ د کچې په لوړولو کې زیات اغیزمن وي او له دې لارې به زموږ د هېواد تنکي ماشومان د پولیو له خطره وژغوړل شي."


په ورته وخت کې د کابل ښاریان هم د پولیو واکسین پر اهمیت ټینګار کوي، چې باید په هغو سیمو کې چې لا هم له دغه ویروس څخه ناخبره دي، د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.


د کابل یو اوسیدونکي، شمس امریکا غږ ته وویل: "د پولیو واکسین د کوچنیانو لپاره ډیر ضروري دی. د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دغه ویروس د له منځه وړلو لپاره د هغو سیمو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي چې لا هم د دغه واکسین په ګټو او د پولیو د ناروغۍ په زیانونو نه پوهیږي."


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تمه کېده په روان کال کې به په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې ډیر پرمختګونه وشي، خو ولیدل شو چې بیا هم په دې ورستیو میاشتو کې د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د پولیو څو مثبتې پېښې ثبت شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG