روغتیاپالان پلازمېنه کابل د پولیو لپاره خطرناکه سیمه ګڼي او د بېلابېلو لاملونو له امله د دغه ویروس مخنیوی هلته تر ټولو مهم بولي.
روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د پولیو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره باید لا زیات رضاکاران او تخنیکي چارواکي موجود وي چې د دغه ویروس د له منځه وړلو لپاره لازمې لارې چارې ولټول شي.
روغتیاپالان له مېندو او پلرونو څخه غواړي چې د پولیو څخه د ماشومانو د ساتنې او په ویروس اخته ماشومانو څخه د نورو کوچنیانو د ساتلو د څرنګوالي په اړه د روغتیايي متخصصینو او ډاکټرانو سپارښتنې په جدي توګه تعقیب کړي.
د کابل ښار یو شمېر روغتیايي کارکوونکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د ګوزڼ (پولیو) د مخنیوي لپاره د لابراتوار پرانېستل ډېر ښه اقدام دی او په راتلونکي کې به یې اغېزې ډېرې وي.
روغتیايي مسئولین وایي چې د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (وري نهمه) یې په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
یو شمېر روغتیاپالان وايي، مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې ډېر مسؤولیت لري او باید د کمپاینونو پر مهال له خپلو ماشومانو څارنه وکړي.
د کابل ښار روغتيايي مسؤولین وايي، په ناپاکو او ککړو اوبو کې د ماشومانو لامبل کولی شي د نورو ناروغيو تر څنګ د پولیو یا ګوزڼ ويروس هم انتقال کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، اندونیزیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د پولیو ضد واکسین د ۱۰ میلیونو دوزونو د مرستې اعلان وکړ.
په کابل کې ځینې روغتیاپالان وايي چې په کومه سیمه کې چې د پولیو (ګوزڼ) ویروس موجودیت ولري، د هغه ځای له واکسینه پاتې ماشومان ژر ورباندې اخته کیدلای شي.
د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیايي مرستندویه ادارو لخوا په کابل کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانستل شو.
په کابل کې د ټولنیزو چارو یو شمېر فعالان وايي، که په ۲۰۲۴ کال کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، نو هیله شته چې دا ځل به په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه وي.
په کابل کې روغتیاپالان وايي، که خلک خپل ماشومان په وخت سره واکسین کړي، د ګوزڼ د مخنیوي هڅې به بریالۍ شي.
روغتیايي مسؤولین وايي، سره له دې چې پلازمېنه کابل یو ګڼ نفوسه ښار ده، خو په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې د پولیو پر وړاندې مبارزه بریالۍ وه.
د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې نن دوشنبه د ډسمبر په ۲۵مه د پولیو فرعي کمپاین پیل شو چې شاوخوا ۸.۸ میلیونه ماشومانو ته به د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړ شي.
د کابل یوشمېر روغتیاپالان وایي چې پلازمینه کابل د ګڼ نفوس په درلودلو سره خورا ککړ چاپیریال لري او د ساري او ویروسي ناروغیو احتمال هم پکې زیات دی.
په افغانستان کې طالبانو د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې تازه کړې.
د پولیو د لمنځه وړلو بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته د تازه راستنیدونکو کډوالو ماشومانو لپاره یې د واکسیناسیون خاص تدابیر نیولي.
نور پورته کول