د لاس رسي وړ اتصالات

امیرعبداللهیان: د تروریزم او کډوالۍ بهیر پراخیدل د افغانستان د بحران پایلې دي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، وايي، چې افغانستان کې روان بحران پر سیمه د تروریسم او د کاډوالۍ د بهیر خپریدو ترڅنګ نورې ډیرې ژورې اغیزې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ ناوخته سپټمبر ۲۳ (تلې اول) په نیویارک کې اسیايي ټولنې ته په وینا کې د افغانستان د وضعیت سربیره د فلسطین او اوکراین د حالاتو په باب هم خبرې وکړي او د ګډون کوونکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ښاغلي امیر عبداللهیان په ایران کې د میشتو میلیونونو افغان کډوالو اوسیدل په افغانستان کې د روان بحران د یوې پایلې په توګه یاد کړل او ویې ویل چې ددغه هیواد بحران په سیمه کې ډیرې ژورې ریښې لري.

د ایران بهرنیو چارو وزیر ددغه هیواد د جمهور رئیس ابراهیم رئیسې سره یو ځای د ملګرو ملتونو په ۷۸ عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي.

د ایران جمهور رئیس تیره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د افغانستان روان وضعیت په سیمه کې د بهرنیانو د مداخلې زیږنده وباله او د نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د بحران د هوارولو لپاره دې چې د ښاغلي رئیسې د وینا له مخې زیات شمیر کډوال ایران ته کډه شوي اړینې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اټکل کړی، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۳۳ زره افغانانو په د معتبرو اسنادو په لرلو سره ایران ته سفر کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د مۍ د میاشتې له نیمايي څخه د جون د میاشتې تر وروستیو نږدې ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ اسناد نلرونکي افغان کډوال (ځانګړي ډول مجرد افغانان) د غیر رسمي لارو هره اونۍ ایران ته تلل. دا شمیر د اپریل د میاشتې څخه د جون تر میاشتې هره اونۍ د ۱۵۰۰ او ۱۸۰۰ تنو ترمنځ و.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ویلي: "د راپورونو له مخې په غیر رسمي لارو تګ ټول امکانات د انساني قاچاقبرانو له خوا برابریږي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په یو راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په دواطلب یا جبري ډول د ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یو این ایچ سي ار، وايي، ددغه شمیر ۳۱۰ زره هغه افغانان دي، چې په ایران کې یې د اوسیدلو رسمي اسناد نلرل.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو شمیرنې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې د شمیرنو پرتله ۱۶ فیصده زیاتې دي".

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له ایران څخه شړل شویو کډوالو د فزیکي تاوتریخوالي، خوړو او د څښلو اوبو ته لاس رسی، مناسبو روغتیايي خدمتونو او همداشان توهین او تحقیر، په زندانونو کې په زیات شمیر کسانو شتون، د کورنيو څخه جداوالي او د پیسو او شتمنیو له لاسه تللو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو راپور ورکړی دی.

ایراني چارواکو تراوسه د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د بشري حقونو څخه د سرغړونو ادعاوې تل ردې کړي دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ۴۰۰ زره کسانو په خپله خوښه له ایران څخه وطن ته د ستانه شویو افغانانو د ستنیدلو خبرهم ورکړل شوی دی.

د ترکیې جمهور رئیس همدې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو اړتیا یادونه وکړه او په دغسې حکومت کې یې ددغه هیواد د ټولو قومونو او مذهبونو د استازو په ګډون ټینګار وکړ.

د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایوف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د افغانستان تحولات پر نړیوال امنیت مخامخ اغېز کوي او باید په داسې شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نښودل شي.

همداشان د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني چې هیواد یې د اوږدو کلنو لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه په توګه پاتې شوی په خپله وینا کې له طالبانو وغوښتل، چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي ۷۸ غونډه تیره اونۍ پیل شوې وه، چې د افغانستان د وضعیت ارزونه هم ددغې غونډې په اجندا کې شامله وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG