د لاس رسي وړ اتصالات

ملګروملتونو کې نن د افغان میرمنو او نجونو پر وضعیت خبرې کیږي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په ملګروملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ سپټمبر۲۲ (وږي ۳۱) د ملګرو ملتونو د ۷۸ عمومي غونډې په څنډه کې د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت د ارزولو لپاره یوه غونډه جوړه شي.

د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ سربیره د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو یو شمیر افغان او امریکايي ملاتړي هم برخه واخلي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ له خوا په ملګرو ملتونو کې د مالټا، جنوبي افریقا، ډومینیکا جمهوریت له دایمي نمایندګیو او د جورج ټاون د ښځو، سولې او امنیت انستیتوت سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده.

نصیر احمد فایق ددي غونډې په اړه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "افغانستان کې د میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه او د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنې د ۷۸ عمومي اسمبلۍ په څنډو کې غونډه د نیویارک پر وخت له غرمې وروسته درې بجې د سپټمبر په ۲۲ جوړیږي".

ښاغلي فایق ویلي، چې ددې غونډې په نورو ګډون کوونکو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پخوانې مرستیاله او د جورج ټاون د ښځو، سولې او امنیت انستیتوت مشره میرمن مالین ویرور، د بشري حقونو د څار د سازمان مرستیاله میرمن هیدربار او په امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره میرمن عادله راز شاملې دي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي. د همدې له امله د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راوروسته نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرستې کوي.

په ملګرو ملتونو کې دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې د سپټمبر۱۹ ( وږي ۲۸) د دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو " افغانستان کې د جنسیتي سیستماتیک تبعیض پر وړاندې د مقابلې" تر عنوان لاندې په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې په سیستماتیکي بڼې بدلیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې وه او ویلي و، چې کیدای شي د طالبانو دا اقدامات د بشریت پر وړاندې د جنسي ځورونې په جنایتونو باندې بدل شي.

د البانیا، بلجیم، کابو ورد، کاستاریکا، کرویشیا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، لیختنشټاین، لوکزامبورگ، مالټا او د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې ښځې او نجونې ورو، ورو خو په مطمین ډول د ګڼو فرمانونو پر اساس له ټولنیز ژوند څخه ګوښې کړی شوې دي.‌

په دې ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس ویل شوي، چې په تېر یو کال کې له هرو دوو یوې افغان مېرمنې کورنۍ فیزیکي یا جنسي زور زیاتی تجربه کړی، چې د ښځو او نجونو پر رواني روغتیا یې ډیره ناسمه اغېزه کړې ده.

د دولس هیوادونو په دې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې ښځو او نجونو ته د زده کړو، کار او په ټولنه کې د حضور په ګډون اساسي حقونه ورکړي او همدا راز دې غیر دولتي ادارې، مدني بنسټونه، د بشري حقونو فعالان، ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي په ازاد ډول خپل کار او فعالیت ته پرېږدي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ د ټینګیدو لپاره د ښځو، نجونو او د قومي او مذهبي ډلو د اړوندو اشخاصو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو په ګډون یوې ټولشموله سیاسي پروسې ته اړتیا ده."

طالبانو په څه باندې تیرو دوو کلنو کې واک ته د رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره په پرله پسې ډول په خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو هم تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې بندیز لګولی او د څو دولتي ادارو پرته یې په دولتي ‎او غیر دولتي او د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو هم بندیز لګولی دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

ندیم کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې لویدیځ هیوادونه په دې تورن کړل، چې د ښځو د حقونو له مسلې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو له مسلې ناسمه ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG