د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا متقاعد جنرالان: افغانستان څخه له وتلو وروسته امریکا 'ډېره خوندي' نده


له پورته چپ ته: فرانک مک کینزی او جوزف ووټل،‌ د متحده ایالتونو متقاعد جنرالان، لاندې ښۍ:حسیب الکوزی، د امریکا غږ افغانستان څانګې مشر او کارلا باب د امریکا غږ خبریاله
له پورته چپ ته: فرانک مک کینزی او جوزف ووټل،‌ د متحده ایالتونو متقاعد جنرالان، لاندې ښۍ:حسیب الکوزی، د امریکا غږ افغانستان څانګې مشر او کارلا باب د امریکا غږ خبریاله

د امریکا دوو متقاعدو جنرالانو پرون دوشنبې ۲۲ اګست (زمری ۳۱) وویل، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا "تر پخوا ډېره خوندي" نده.

جنرال فرانک مک کینزي او جنرال جوزف ووټل د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) پخواني قومندانانو له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ او اوسنی جمهور رئیس جو بایډن ژمن وو چې له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتیري وباسي چې له امله یې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد.

جنرال مک کینزي په دغه مرکه کې وویل: "فکر نه کوم چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته زموږ امنیت بهتر شوی وي". دغه متقاعد جنرال د امریکا له اوسني او پخواني جمهور رئیسانو څخه غوښتنه کړې وه چې لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري باید په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال ووټل هم ویلي دي چې، "د هغو تروریستي ډلو په اړه چې هلته [افغانستان کې] پاتې دي، داسې ډېر څه شته چې موږ پرې نه پوهېږو. فکر نه کوم چې زموږ امنیت دې تر پخوا بهتر شوی وي. فکر کوم افغانستان تر پخوا بې ثباته شوی او له امله یې د سیمې ثبات هم تر پخوا ډېر خراب شوی دی".

جنرال ووټل همدارنګه ویلي چې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په مټ د القاعده د شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو وښودله چې امریکا لا تر اوسه په افغانستان کې یوه برخه استخباراتي وړتیاوې ساتلي دي.

دواړو متقاعدو جنرالانو ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل ددې لامل شول چې کابل د طالبانو لاس ته ورشي.

په امریکا کې جمهور رئیس د پوځ د اعلی سر قومندان دنده لري، پوځي قومندانان او لوړ پوړي ملکي مشران ورته د مهمو مسئلو په اړه مشورې ورکوي خو وروستۍ پرېکړه د جمهور رئیس له لوري کیږي.

جمهور رئیس بایډن له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پریکړې څخه په تکرار سره ننګه کړې او ویلي یې دي چې دا تصمیم یې "د امریکایانو د ژوند د خوندیتوب دپاره" ونیو. بایډن تیر اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستۍ ورځ وویل: "نه غواړي دا جګړه د تل لپاره وغځوي".

خو جنرال ووټل د دوشنبې د ورځې په مرکه کې وویل چې "ددغي مفکورې پلوي نه کوم چې موږ ټول [پوځیان له افغانستان څخه] را ایستلي وای". هغه وویل چي په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو موجودیت "د تضمین دپاره " اړین وو تر څو نه یوازې د افغانانو ژوند خوندي شوی وای بلکه د امریکا ګټې هم ساتل شوي وای.

په دې مرکه کې جنرال مک کینزي هم وویل، امریکا په افغانستان کې یو آسانه حل لاره غوښتله چې شونې نه وه. هغه دا وو چې په هغه هېواد کې د امریکا پوځي شتون صفر شي او یوازې محدود دیپلوماتیک شتون ولري.

خو ددې پر ځای، امریکايي دیپلوماتانو په کابل کې د چورلکو په مرسته سفارت خالي کړ، اکثره څارونکو دغه تخلیه په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د ویتنام له سایګان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پرتله کړې ده.

جنرال مک کینزي د ټرمپ د ادارې او طالبانو تر منځ د دوحې تړون د امریکا د پوځي مبارزې دپاره د "ماتي میکانیزم" ونوماوه.

خو جنرال ووټل وايي چې د طالبانو لاس ته د افغانستان په ورتلو کې د کابل تېر حکومت هم پړ دی. ځکه چې مخکینی حکومت نه یوازې له فساد سره په مبارزه کې ناکام وو، بلکه د سولې خبرو ته یې هم لېوالتیا نلرله.

جمهور رئیس بایډن ویلي دي چې له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې مذاکراتو ورته یوازې دوه انتخابه پرې ایښي وو: "یا افغانستان پرېږدي او یا هم د لسګونو زره عسکرو په لېږلو سره په هغه هېواد کې جګړه پراخه کړي".

خو جنرال مک کینزي په دې باور دی چې افغانستان ته د ډیرو عسکرو لېږل ضروري نه وو او که جمهور رئیس بایډن یوازې ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري په هغه هېواد کې پرې ایښي وای، له دې سره به په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون راکم شوی وای.

د امریکا دغه متقاعد جنرال همدارنګه ویلي چې د بګرام او کابل په هوايي ډګرونو کې د ۲۵۰۰ امریکايي عسکرو په پرې ښودلو سره امریکا کولای شول چې د پوځي قراردادیانو په همکارئ افغان ځواکونو ته اړینې وسلې او مهمات ورسوي.

XS
SM
MD
LG