د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او امیر عبداللهیان د افغانستان او ایران په اړیکو خبرې کړي


د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان سره د دوو هیوادونو د اړیکو په پراختیا د ټیلیفون له لارې خبرې کړي دي.

پخواني جمهور رئیس د خپل ټویټر په پاڼه د دوشنبې په ورځ مۍ دوییم ( ثور ۱۲) د دغې ټیلیفوني خبرو په اړه لیکلي چې ښاغلي کرزي او ښاغلي عبداللهیان یو بل ته د کوچني اختر د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینگار کړی دی.

ښاغلي کرزي لیکلي " پخواني جمهور رئیس د ایران اسلامي جمهوریت یوښه ګاونډی، چې یو ژبه، ګډ فرهنګ لري یاد کړی او افغانستان سره یې د د دغه هیواد د همیشنۍ همکارۍ مننه کړي او د دغو مرستو په دوام یې ټینګار کړی دی".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي انټرنیټي پاڼه د تیرې یکشنبې د ورځې د دغو ټیلیفوني خبرو په اړه لیکلي چې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي افغانستان کې د بې ګناه خلکو پر وړاندې وروستي تروریستي بریدونه غندلي او د دغه هیواد راتلوونکی یې په هیواد کې د میشتو ټولو قومونو او قشرونو همکارۍ پورې مربوطه ګڼلې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیر عبداللهیان هیله ښودلې، چې په افغانستان کې د "ټولشموله حکومت" د بهیر په چټکیدو او "ترورزیم" په وړاندې په مبارزې د ګاونډیانو او د سیمې د نورو هیوادونو سره د افغانستان د همکارۍ زمینې زیاتې شي.

په ایران کې د یو شمیر افغانانو سره د دغه هیواد د ځینو اوسیدونکو د ناسم چلند او پر وړاندې یې په افغانستان کې د ایران د سیاسي نمایندګیو مخ ته د یو شمیر افغانانو لاریونونو د افغانستان او ایران اړیکې ترینګلې کړي دي.

ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت څخه د خپلو سیاسي نمایندګیو او دیپلوماتانو د امنیت د خوندیتوب لپاره څو ځلې غوښتنې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ښاغلي عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره تیلیفوني خبرو کې د خپلو دیپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت ساتلو غوښتنه کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي "زمونږ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په تیلیفوني اړیکه کې د ایران د دیپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت او د ایران د دیپلوماتیکو نمایندګیو په وړاندې داحتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې او په کابل کې د خپلو نمایندګیو لپاره د امنیت غوښتنه کړې ده."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دامهاله د دغه خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

تیره اونۍ ایران افغانستان سره خپل سرحد کې وروسته له هغې یو شمیر اضافي سرتیري ځای پر ځای کړل چې د اسلام قلعه په سرحدي سیمه کې د میشتو طالبانو د حکومت د سرحدي امنیتي ساتونکو او د لیراني سرحدي ساتونکو ترمنځ تاوتریخوالي رامنځ ته شو. اوس مهال په اسلام قلعه کې وضعیت بیرته عادي شوی.

XS
SM
MD
LG