د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو ځل بیا له طالبانو د خپلو دپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې


د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو دپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې امیر عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره تیلیفوني خبرو کې د خپلو دپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت ساتلو غوښتنه کړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې: "زموږ هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په تیلیفوني اړیکه کې د ایران د دپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت او د ایران د پلوماتیکو نمایندګیو په وړاندې داحتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې او په کابل کې د خپلو نمایندګیو لپاره د امنیت غوښتنه کړې ده."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دامهاله د دغه خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

تیره میاشت په کابل کې د ایران د سفارت او په هرات کې یې د کونسلګرۍ په مخکې د یو شمېر افغانانو له مظاهرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او کونسلګریو امنیت تامین او ټېنګ کړي.

د اپریل پر ۱۱مه یو شمېر افغانانو په کابل کې د ایران د سفارت په مخکې مظاهره وکړه او په ایران کې یې د افغان کډوالو سره بد چلند وغنده. همدغه راز لسګونه نورو کسانو بیا په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ په مخکې مظاهره کړې او د کونسلګرۍ ودانۍ ته یې نژدې اور بل کړ. په خوست کې هم سلګونو کسانو په دې اړه مظاهره کړې ده. په دغو مظاهرو کې ښځې هم وې.

له دغو مظاهرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان له واکمنانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او کونسلګریو امنیت ټېنګ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اپرېل پر ۱۸مه په ایران کې د افغان کډوالو په وروستیو ستونزو او د دیپلوماتانو د امنیت په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغو تیلیفوني خبرو کې دواړو خواو د نوم د اخیستلو پرته «ځینې مغرضې کړۍ» د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو لپاره په هڅو تورنې کړي وې.

ایران په دې وروستیو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو پر افغان اهل تشیع وګړو باندې د چاودنو په اړه هم اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې دهغوی د امنیت تامینولو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG