د لاس رسي وړ اتصالات

د فیلیپین مخکنی ولسمشر د جرمونو د نړیوالې محکمې په حکم ونیول شو


د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترتي ونیول شو.
د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترتي ونیول شو.

د فیلیپین مخکنی ولسمشر رودریګو دوترتي د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب۲۱) د مانیلا په هوايي ډګر کې ونیول شو.

د جرمونو نړیوالې محکمې هغه د بشريت په ضد جرمونو تورن کړی او د نیولو حکم یې صادر کړی و. دوترتي تورن دی، چې په فیلیپین کې د هغه د جمهوري ریاست او د «داواو» په ښار کې د ښاروالۍ په وخت کې د نشه يي توکو په ضد مبارزې کې زرګونه کسان وژل شوي دي. ده د دغو عملیاتو څارنه کوله.

د فیلیپین ملي پولیس وايي د نشه يي توکو په دغو مبارزو کې ۶۰۰۰ کسان وژل شوي او د بشري حقونو ډلې وايي دا شمېر تر ۳۰۰۰۰ پورې رسېږي. د جرمونو نړیواله محکمه په دې اړه تحقیقات کوي.

دوترتي له خپلې کورنۍ سره یو ځای له هانګ څخه خپل هېواد ته د ستنېدو په وخت کې د مانیلا په هوایي ډګر کې نیول شوی او د «ویلامور هوايي اډې» ته استول شوی دی.

د فیلیپین حکومت وايي: «لوی څارنوال د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د بشریت ضد جرمونو لپاره د پخواني ولسمشر د نیولو حکم عملي کړ. هغه اوس د چارواکو په توقیف کې دی.»

د دوترتي لور ویرونیکا دوترتي په خپلې ټولنیزې شبکې کې د خپل پلار د نیولو ویدیو خپره کړې ده. دوترتي د توقیف په وخت کې چارواکو ته وايي چې د هغه د توقیف کولو لپاره دې «حقوقي اساس وښيي. تاسو به له ازادۍ څخه (زما) د محروم کولو ځواب» ووايئ.

د دوترتي مدافع وکیل سمدستي د فیلیپین له سترې محکمې څخه غوښتي دي چې د هاګ محکمې ته د هغه د استولو مخه ونیسي. خو رویټرز خبري اژانس د «فیلیپین سټار» ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې دوترتي په الوتکې کې هاګ ته په لار دی او انتقالېږي.

په فیلیپین کې د پخوانیو وژل شویو کسانو یو شمېر خپلوانو د هغه نیول کېدل ستایلي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې په حکم کې ویل شوي دي چې په «قربانیانو باندې برید پراخ او سیستماتیک و: دا برید په څو کلونو کې شوی او څو زره کسان وژل شوي دی. په حکم کې لیکل شوي دي چې د دوترتي نیول ضروري دي چې «محکمې ته وړاندې کړل» شي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د مارچ په اومه نېټه ویلي وو چې دوترتي د هغو حکم له پامه غورځوي.

رودریګو دوترتي په اسیا کې لومړی مخکنی ولسمشر دی چې د هاګ د محکمې په حکم د «وژنو په تور» نیول کېږي.

دا راپور د اسوشیتډپرس او رویټرز خبري اژانسونو د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG