د لاس رسي وړ اتصالات

څلور امریکایان د ځمکې د لارې د افغانستان نه وتلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته تللی چې د متحدینو نه د افغانستان د تخلیې په بهیر کې د مرستې په خاطر مننه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته تللی چې د متحدینو نه د افغانستان د تخلیې په بهیر کې د مرستې په خاطر مننه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي څلور امریکایي اتباع په خوندي توګه د ځمکې د لارې د افغانستان نه وتلي دي. د وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې طالبان د دې کسانو په وتلو خبر وو او د هغوي مخه یې نده نیولې.

امریکایي ځواکونو د تیرې میاشتې تر وروستۍ نیټې د افغانستان نه امریکایي اتباع، د ځانګړو ویزو متقاضیان او د خطر سره مخ افغانان په الوتکو کې راایستل خو دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان نه د ځمکې د لارې د خپلو اتباعو د ایستلو خبر ورکوي.

د وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي، "د ځمکې د لارې مو د څلورو امریکایانو د وتلو ته آسانتیاوې برابرې کړلې. د پولې تر اوښتو وروسته د سفارت پرسونل هغوي ته هرکلی ووایه".

افغانستان د ایران، تاجکستان، ازبیکستان، چین او پاکستان سره ګډې پولې لري خو د بهرنیو چارو د وزارت دې چارواکي ندي ویلي چې دا څلور امریکایي اتباع د افغانستان کوم ګاونډي هیواد ته اوښتی.

امریکایي چارواکو پداسې وخت کې د افغانستان نه د ځمکې د لارې د دې څلور کسانو د وتلو خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن قطر ته تللی چې د هغه هیواد نه پدې خاطر مننه وکړي چې زرګونه امریکایي اتباع او افغانان چې د اګست د میاشتې په ورستیو شپو ورځو کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر نه په الوتکو کې ایستل شوي و، لومړی تم ځای یې قطر و.

د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن هم په منځني ختیځ کې د متحدینو سره په کتلو بوخت دی او د هغوي نه مننه کوي چې د تخلیې په بهیر کې یې مرسته کړې. ښاغلی آسټن پدې سفر کې قطر، بحرین، کویټ او سعودي عربستان ته ځي.

ښاغلي آسټن د خپل سفر په هکله په ټویټر کې لیکلي، "د فارس خلیج ته په لار یم چې د خپلو متحدینو نه په شخصي توګه مننه وکړم چې د افغانستان د تخلیې په هلو ځلو کې یې مرسته راسره کړې. د متحدینو د ژغورنې عملیات په خلیج کې زمونږ د ملګرو پرته ممکن نه و. د هغوي ملاتړ ژوندونه وژغورل. "

XS
SM
MD
LG