د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د غزې خلک د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه لري


په غزه کې خلک د ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې ولاړ دي
په غزه کې خلک د ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې ولاړ دي

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د غزې په هټیو او مارکیټونو کې، چې اسرائیل محاصره کړې، د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه شته او بس.

دغې ادارې ویلي دي چې د غزې په زیرمو کې خوراکي مواد په کمېدو دي او په هټیو او مارکیټونو کې وضعیت تر هغه لا بدتر دی.

په منځني ختیځ کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې عبیر عطیفه خبریالانو ته وویل: «په غزې کې هره دقیقه وضعیت خرابېږي، هم بشري وضعیت هم د خوړو د مصونیت وضعیت.»

هغه وویل چې په غزې کې ټول شته مواد ممکن تر دوو اونیو پورې کفایت وکړي او د امنیتي‌ دلایلو او تیلو د نشتوالي له کبله په غزې کې د پنځو ژروند له ډلې څخه یې یوازې یوه فعاله ده.

هغې وویل چې خلک د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره په لاینونو کې ساعتونه ساعتونه انتظار کوي. عبیر عطیفه وویل چې په غزې کې د ۲۳ نانوایو له ډلې څخه یې اوس یوازې پنځه کار کوي او هغوی هم د اوړو له کموالي سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې زیاته کړه چې په غزې کې د هغوی غذايي زېرمې چور شوي نه دي‌ او په خپل حال دي،‌ خو مواد په کې بیخي کم دي.

اسرائیل په غزې باندې اوبه، خواړه او برېښنا پرې کړې او وایي تر څو پورې چې حماس او نورو ډلو نیول شوي‌ اسرائیلیان خوشې کړي نه وي، د غزې محاصره به روانه وي.

اسرائیلي مقامات وايي چې د حماس جنګیالیو په اسرائیل باندې د برید په مهال د ۱۲۰ او ۱۵۰ تنو ترمنځ یرغمل کړي چې ځینې یې بهرنیان دي.

اسرائیل په غزې باندې د ځمکني یرغل لپاره چمتوالی نیولی دی او د دغه ښار ۱.۱ میلیون وګړو ته یې خبرداری ورکړی چې سیمې دې تخلیه کړې.

ملګري ملتونه وايی چې له دغه اعلان څخه وروسته په غزه کې په ډله ایز ډول مهاجرتونه پیل شوي دي.

چارواکي وايي چې په اسرائیل باندې د حماس په بریدونو کې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي‌ او د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې بیا تر دې دمه ۲۷۵۰ تنه چې اکثریت یې ولسي خلک دي،‌وژل شوي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG