د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د ایران لخوا د سپوږمکۍ لیږدونکي راکټ توغول وغندل او دا کار یې خواشینونکی وباله


فرانسې نن د ډسمبر په ۳۱ (مرغومي ۱۰) د ایران لخوا د سپوږمکۍ لیودونکي راکټ توغول وغندل او ویې ویل چې دا ډول فعالیتونه پر اټومي مذاکراتو اغیز کوي.

دا پداسې حال کې دي چې متحده ایالاتو او جرمني هم پدې هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه خواشینونکي فعالیتونه پداسې حال کې کیږي چې په ویانا کې اټومي مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي.

لویدیځ هیوادونه اندیښمن دي چې د اوږد واټڼ بالیستکي تکنالوژي چې ددغو سپوږمکیو د توغولو لپاره ترې کار اخیستل شوی ښایي د اټومي کوپړیو د توغولو لپاره هم ترې کار واخیستل شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت همداشان ویلي دي چې دغه توغونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو خلاف ده او له ایران څخه یې وغوښتل چې له دې وړاندې د بالیستیک میزایلو له توغولو ډډه وکړي؛ په ځانګړې توګه هغه میزایل چې داسې جوړیږي چې د فضایي سپوږمکیو په ګډون کولای شي د اټومي وسلو د لیږدولو توان ولري.

د ملګرو ملتونود امنیت شورا د ۲۰۱۵ پریکړه لیک له ایران غواړي چې د اتو کلونو لپاره په هغو میزایلو باندې کار ونه کړي چې د اټومي وسلو د لیږدولو توان لري. دغه پریکړه لیک د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي موافقې له لاس لیک وروسته صادر شوی و.

خو ایران تل له دې انکار کړی او ویلي یې دي چې ددې هیواد د سپوږمکیو پروګرام پوځي ماهیت نلري، او داټومي موافقې په ګ‌ون له کوم نړیوال توافق نه سرغړونه نده. ایران وایي د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې ندی.

د ایران دولتي تلویزیون د پنجشنبې په ورځ هغه تصویرونه خپاره کړل چې وایي ددې هیواد په شمال کې د امام خمیني فضایي مرکز څخه د سیمرغ سپوږمکۍ لیږدونکي راکټ جریان انځوروي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تیره ورځ د ایران دغه اقدام د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې څخه سرغړونه بللې ده.

یو جرمني دپلومات ویلي چې دغه ډول توغونې د بالیستیک میزایلو د تکنالوژۍ د ازمویلو لپاره کیږي؛ هغه میزایل چې په اصل کې د اټومي وسلو د انتقال لپاره کارول کیږي.

خو تهران ویلي دي چې دغه توغونه د د بالیستیک میزایلبو د پوښښ لپاره نده.

د ایران د اټومي تړون د موافقې په اساس چې په ۲۰۱۵ کې لاس لیک شو، پر ایران باندې د لویدیځې نړۍ اقتصادي بندیزونه لغو کیږي او په بدل کې یې تهران ژمنه کړې وه چې د یورانیمو غني کول چې په اټومي وسلو د جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي محدود کړي.

خو د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ، په یو اړخیزه توګه ددغه نړیوال تړون څخه ووت او پر ایران یې نور بندیزونه هم ولګول.

ایران په غچ کې د خپلو یورانیمو د غني کولو پروسه چټکه کړه. یورانیم هغه کیمیاوي مواد دي چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د حکومت د کار د پیل وروسته د دواړو هیوادونو مقاماتو ددې اټومي تړون د راژوندي کولو لپاره لیوالتیا وښودله خو د اووو پړاونو مذاکراتو سره سره تر اوسه واشنګټن او تهران وروستۍ موافقې ته ندي رسیدلي.

د مذاکرانو نوی پړاو د دوشنبې په ورځ د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ایران د اټومي تړون د راژوندي کولو په مقصد پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG