د لاس رسي وړ اتصالات

پېښورکې افغان کډوالو نجونو او ښځو ته وړیا هنري او مسلکي زده کړي ورکول کیږي


د خیبرپښتونخوا ایالت کې د نور پوهنځي په نوم افغان ښځینه کډوالو ته کارو کسب د ښودلو د مرکز چارواکي وايي تراوسه ۶۰۰ ښځو او نجونو ته بیلابیلو برخو کې روزنه ورکړې ده. (عکس ارشیف)
د خیبرپښتونخوا ایالت کې د نور پوهنځي په نوم افغان ښځینه کډوالو ته کارو کسب د ښودلو د مرکز چارواکي وايي تراوسه ۶۰۰ ښځو او نجونو ته بیلابیلو برخو کې روزنه ورکړې ده. (عکس ارشیف)

نور هنري پوهنځی د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې بې وزله افغان کډوالو ښځو ته د خیاطۍ او د ښځو د سینګارولو په برخه کې روزنه ورکوي. ددې ادارې چارواکي وايي چې تر فراغت وروسته روزل شویو ښځو ته د کالیو ګنډلو ماشینونه او د سینګار توکي هم په وړیا ډول ورکول کېږي چې هغوی پرې خپل اقتصادي ژوند پیل کړي.

ددې ادارې په وینا سږ کال یې نږدې ۶۰۰ نجونې د مسلکي هنرونو په برخه کې روزلي دي.

د نور د هنري پوهنځي مشر ډاکټر نور له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، په روزل شویو ښځو کې ځینې هغه ښځې هم شاملې دي چې مېړونه یا پلرونه یې د افغانستان په اوږده جګړه کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، ”زموږ په مرکز کې ډېری هغه نجونې دي چې په پردیو کورونو کې به یې کارونه کول، یا پر سړکونو به یې واړه واړه شیان خرڅول. د دوی ډېر سخت ژوند وو. “

ښاعلی نور زیاتوي چې دا مرکز د درې میاشتني، شپږ میاشتني او یو کلن وړیا روزنیزو کورسونو له لارې دغو کډوالو ښځو ته مسلکي روزنه ورکوي: ”دلته نجونې افغان او پاکستاني کالي ګنډل زده کوي، موږ د دوی ګنډلو جامو نندارتون جوړو، د دوی جامې په امریکا کې هم پلورل کېږي.”

له نور هنري پوهنځي فارغه شوې مسلکي ښځې او نجونې په کورونو کې ناوې هم سینګاروي. د ننګرهار فاطمه چې اوس په ‌پېښور کې اوسېږي، وايي له سینګار یا ارایشګرۍ سره یې ډېره مینه وه خو وس یې نه لرلو چې زده یې کړي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې هغې وویل، ”نور مرکز وړیا هنر راته ښيي، چې له دې ځایه فارغه شم نو خپل کار شورو کوم.” هغه وايي چې درې وروڼه یې په رېسټورانونو کې کار کوي، پلار یې هم زوړ دی، ”زه هم غواړم چې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړم.”

په پېښور کې لیکوال ډاکټر کبیر ستوری وايي، د ښځو او بیا په ځانګړي ډول د بې وزله ښځو لپاره داسې هنرونه چې د هغه په مټ دوی ځان ته خپل کار روزګار موندلای شي، ډېر ګټور وي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، ”کله چې دوی دغه هنرونه زده کړي نو نه یوازې دلته بلکې په خپل هېواد او په خپل کور دننه کارونه کولای شي. پیسې پرې ګټلای شي.”

په پاکستان کې د مسلکي هنرونو ملي ادارې مشرې ګل مینې بلال د تېرې مې میاشتې پر ۲۱مه نېټه امریکا غږ ته ویلي وو چې د دوی اداره هم هر کال نږدې ۵۰۰ افغان کډوالو نجونو او هلکانو ته د خیاطي، برقي تخنیکي کورس، او د کمپویټر ګرافکس په ګډون یو شمېر وړیا کورسونه ورښيي چې دغه ډول هغوی د خپل مسلکي هنر په مرسته په خپلو پښو ودرېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG