د لاس رسي وړ اتصالات

ښځو د فرانسې په پارلماني انتخاباتو کې تاریخ جوړ کړ


په دې سره فرانسه په نړۍ کې اوولسم هېواد شو چې پارلمان یې ډېرې استازې لري
په دې سره فرانسه په نړۍ کې اوولسم هېواد شو چې پارلمان یې ډېرې استازې لري

د فرانسې د پارلماني انتخاباتو تازه پایلې ښيي چې د پخوا پرتله ښځو ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

دا د فرانسې په تاریخ کې په انتخاباتو کې د ښځو لپاره لوی بری بلل کیږي. د دوشنبې په ورځ د فرانسې د پارلماني انتخاباتو لمړنۍ پایلې اعلان شوې.

ښځو د پارلمان د ۵۷۷ څوکیو څخه ۲۳۳ ګټلې دي، په تېرې دورې کې په پارلمان کې ۱۵۵ ښځې وې. په دې ډول فرانسه په نړۍ کې اوولسم او په اروپا کې شپږم هېواد شو چې په پارلمان کې ډېرې ښځې لري.

تر همدغو ټاکنو مخکې فرانسه په نړۍ کې له دې پلوه په ۶۴ نمبر کې وه. دا انتخابات د یکشنبې په ورځ وشول.

د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مېکرون منځلاری لېبرال ګوند د پارلمان د ښځو ۴۷ سلنه جوړوي. دا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له بري ورسته د ښاغلي میکرون دویم لوی انتخاباتي بری بلل کیږي.

د دغه ګوند سرپرستې کېترین بابروکس وویل چې دا وارې به د فرانسې پارلمان بیخې نوی او متنوع وي او ځوان وکیلان به ولري. هغې دا په فرانسې کې د ښځو لپاره هم یو لوی بری وباله.

په دې سره د فرانسې په ملي شورا کې هم د ښځو ونډه زیاته شوه. په ۲۰۰۲ کال د ملي شورا ۱۲.۳ فیصده ښځې وې خو اوس ۳۸.۶ فیصده یې ښځې شوې.

د فرانسې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایله هم داسې را ووتله چې ډېر خلک یې حیران کړل داسې په لومړي ځل یوه ځوان سیاستوال د فرانسې ولسمشر شو.

XS
SM
MD
LG