د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: نړۍ باید طالبانو ته خپل شرايط واضح کړي


د فرانسې ولسمشر مکرون
د فرانسې ولسمشر مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وايي چې د نړۍ مشران باید د جي-۲۰ په نړیوالې اقتصادي غونډه کې د طالبانو د رسمي پېژندنې لپاره خپل شرطونو واضح کړي.

نوموړي د فرانسې د انټر راډیو سره نن سه شنبه اکتوبر پنځه (تلې۱۳) په یوې مرکې کې وویل چې په دغو شرایطو کې باید د ښځو حقونو ته درناوی، بشري مرستو ته لاسرسی او له اورپکو ډلو سره د طالبانو نه همکاري شامله وي.

نوموړي وویل چې رسمیت پېژندنه باید یوه بیه ولري چې د ښځو او نارینو ترمنځ مساوات په کې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د نړۍ سترو اقتصادي هېوادونو مشران باید په دغو مسائیلو تاکید وکړي.

هغه همدغه راز وویل چې د جي-۲۰ په اقتصادي غونډه کې به د نړۍ مشران پر افغانستان وغږیږي او باید د هغه په خبره د امریکا، اروپاؤ چین، روسیې او نورو هېوادونو مشران باید طالبانو ته په دې اړه واضح شرایط او پیغام ورکړي.

د جي-۲۰ اقتصادي غونډه به د اکتوبر په اخره کې کیږي.

د فرانسې ولسمشر ټینګار وکړ چې ښوونځي ته د افغانو نجونو د تګ اجازه ورکول د هغه د اندیښنو څخه یوه اندیښنه ده.

دا پداسې حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې نجونې د کندز يه ښوونځیو کې درسونو ته دوام ورکوي.

هغه یوه ویدیو خپره کړې چې په کې نجونې په ښوونځي کې لیدل کیږي چې د طالبانو بیرغ یې په لاس کې دی.

له دې سربیره ددې ولایت یو ښوونکي ویلي دي چې ورته ویل شوي نجونې په کندز کې په استثنایي توګه د لیسو ښوونځیو ته تللی شي.

د طالبانو د حکومت د معارف وزارت ویلي چې د موثت حکومت په سیاست کې هیڅ بدلون ندی راغلی او "د لیسې ښوونځي لاهم د نجونو پرمخ تړلي دي".

طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې ښځو ته اجازه نه ورکوله چې پرته له شرعي محرم څخه له کوره ووځي او ښځو او نجونو د تحصیل او کار کولو حق نه درلود.

د طالبانو ډلې شاوخوا درې اونۍ مخکې د هلکانو د متوسطې او لیسې زده کړو اجازه ورکړه او تر اوسه یې د نجونو د متوسطه او لیسو ښوونځیو د زده کړو په اړه تصمیم ندی نیولی.

XS
SM
MD
LG