د لاس رسي وړ اتصالات

اردن کې د کلورین ګاز د ډبې په چاودنې کې ۱۲ تنه مړه شوي


د اردن د عقبه په بندر کې ۱۲ کسان وروسته تر هغه مړه شول چې د یو ټانکر څخه د کلورین د ګاز ډبه ولویدله او وچاودیدله.

چارواکو ویلي چې د دوشنبې جون ۲۷ (چنګاښ۷) پدې پیښه کې څه باندې ۲۵۰ تنه ټپي شوي هم دي.

یو شمیر ویډیوګانې او عکسونه چې د اردن په سرکاري تلویزیون کې خپاره شوي پکې ښودل کیږي چې د جرثقیل موټر څخه د کلورین ګازو یوه ډبه چې ویل کیږي تقریباً ۳۰ ټنه ګاز پکې و، لاندې لویږي او ټوله سیمه ژیړ زهرجن ګاز نیسي.

چاودنه دومره زوروره وه چې یو غټ لارۍ موټر چې د ګازو دا ډبه پکې لیږدول کیده، د کښتیو د تم ځای څخه څو متره لیرې اچولی او څو ملاقه یې خوړلي.

د اردن حکومت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې په چاودنې کې د دې هیواد اتباع او بهرنیان وژل شوي او ټپي شویدي. په اعلامیې کې ویل شوي چې د نیمایي څخه ډیر ټپي شوي کسان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي.

د چاودنې څخه وروسته په سمیه کې ځینو خلکو ته ویل شوي چې خپل کورونه پریږدي او لږ لیرې سیمو کې بیا د خلکو غوښتل شوي چې په کور دننه دې پاتې شي.

د عقبه د بندر یو چارواکي حاجي حسن سرکاري تلویزیون ته ویلي چې د اوسپنې هغه پړی چې د ګازو دا ډبه پرې تړل شوې وه ماته شوې او له همدې کبله د ګازو دا ډبه د لارۍ موټر څخه لاندې لویدلې او چاودلې.

سره لدې چې په لومړي سر کې داسې اندیښنې وې چې ښایي دا پیښه آن په ګاونډي هیواد کې اسرائیل کې خلک اغیزمن کړي خو وروسته د اردن د چاپیریال ساتنې وزارت وویل چې د باد د شمال په لور لګیده او ښایي چې اغیز یې اسرائیل ته ونه رسیږي.

په همدې حال کې د اردن د ملکي دفاع د ادارې مسؤلینو ویلي چې د پیښې ځای ته څه باندې ۲۷۰۰ امنیتي او د بیړني حالت پرسونل استول شوي چې د ټپي شويو او وژل شویو کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړي خو ویل کیږي چې د همدې پرسونل ۴۵ غړي هم ټپي شوي.

XS
SM
MD
LG