د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پولنډ او بلغاریا ته د ګازو صادرات بند کړل


روسیې په پولنډ او بلغاریا باندې ګاز بند کړل
روسیې په پولنډ او بلغاریا باندې ګاز بند کړل

د روسیې حکومت نن چهارشنبه اپریل ۲۷ (غوايي اوومه) وویل چې په پولنډ او بلغاریا باندې یې ګاز بند کړي او دا پرېکړه یې ددغو هېوادونو د «غیر دوستانه» اقداماتو له کبله کړې ده.

د روسیې ولسمشر تېره میاشت ویلي وو چې د روسیې «نا دوست» هېوادونه باید د ګازو بیه په روسي «روبل» پرې کړي.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف دغې مسئلې ته په اشارې نن خبریالانو ته وویل چې «په اقتصادي او مالي برخو کې غیر منتظره اقدامات» د دې کار لامل شوي دي.

د «ګاز پروم» شرکت هم تائید کړې چې په «روبل» باندې د ګازو د قیمت نه پرې کولو له کبله یې په دغو دواړو هېوادونو باندې ګاز په بشپړ ډول بند کړي دي.

تر دې مخکې د پولنډ او بلغاریار حکومتونو ویلي وو د روسیې ګازپروم شرکت ورته خبر ورکړی چې د اپریل په ۲۷مه نېټه باندې به په هغوی باندې ګاز بندوي.

دا مهال اروپا د کورونو د ګرمولو، برېښنا د تولید، سونګ اونورو برخو د اړتیا پوره کولو لپاره خپله ډېره برخه ګاز له بهر څخه واردوي او په اوکراین باندې د روسیې د جګړې سره سره اروپا ته د ګازو انتقال روان و.

اروپايي هېوادونو د اوکراین تر جګړې مخکې روسیې ته د ګازو بیې ۶۰ په سلو کي په یورو او ۴۰ په سلو کې په ډالرو پرې کولې.

په اوکراین د یرغل له کبله د لویدیځ هېوادونو په روسیې باندې قوي اقتصادي بندیزونه ولګول چې د ۳۰۰ بهرنۍ پانګې ګنګل کول یې هم په کې شامل دي.

له دغو پرېکړو وروسته، د روسیې روبل خپل ډېر ارزښت وبایله او مسکو هم ظاهرآ دا اقدام د دې لپاره کړی دی چې د نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې یې د روبل ارزښت لوړ شي.

د اروپايي هېوادونو مشرانو ویلي دي چې د ګازو بیه به په روسي روبل نه پرې کوي، ځکه چې د دوی په وینا دا د شوي قرارداد او په روسیې باندې د لګول شویو بندیزونو خلاف کار دی. د اروپايي کمېسیون مشر اوسلا فون درلاین ویلي دي چې د ګازو بندول « د روسیې د باجګیرۍ یوه بله هڅه ده».

د دې راپور ځینې معلومات د فرانسې او رویټرز د خبري اژانسونو څخه اخیستل شوي

XS
SM
MD
LG