د غزې د دفاع مدني سازمان وايي چې د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) د اسرائيل په هوايي بریدونو کې د ښاروال په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د دغه سازمان ویاند محمود باصل د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې یو برید پر ښوونځي شوی چې د ملګرو ملتونو لخوا د بېځایه شویو کډوالو لپاره جوړ شوی و.
هغه وویل: "کله چې د اسرائيل جنګي الوتکو د غزې ښار په لویدیځ کې د المجیده وصله ښوونځی په نښه کړ، د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه ووژل شول او لږ تر لږه لس نور ټپیان شول".
د اسرائيل پوځ وویل چې دوی په دې اړه خپور شوي راپورونه وڅیړي.
د غزې د نفوس لویه برخه څو ځلې د جګړې له امله په کور دننه بې ځایه شوي دي.
باصل همدا شان وویل چې د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې د ښاروالۍ پر ودانۍ د اسرائيل په برید کې ښاروال دیاب ال جارو او نهه نور کسان وژل شوي دي.
د اسرائيل پوځ ال جارو د حماس ډلې سره په همکارۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې هغه یې په دیر البلاح کې په یوې بشردوستانه سیمه کې په نښه کړی دی.
په غزه کې جنګ د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته پیل شو. د اسرائيل د چارواکو په وینا د حماس په دې برید کې ۱۲۰۸ اسرائیلیان چې اکثره یې غیرنظامیان و ووژل شول.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو په اساس چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي تر اوسه لږ تر لږه ۴۴۹۳۰ کسان د اسرائيل په ځوابي بریدونو کې وژل شوي دي چې لویه برخه یې عام وګړي دي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه