د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي وزيرستان اتمانزو جرګې له پاکستاني پوځ سره پر ناستو بنديز لګولی


د اتمانزو جرګې رسنيو ته ویلي چې د ناامنۍ پرضد د پاکستاني حکومت او پوځ اقدامات د ولس په زيان تمامیږي او ځايي خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوړي.(عکس ارشیف).
د اتمانزو جرګې رسنيو ته ویلي چې د ناامنۍ پرضد د پاکستاني حکومت او پوځ اقدامات د ولس په زيان تمامیږي او ځايي خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوړي.(عکس ارشیف).

د خيبر پښتونخوا ايالت په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګې مشرانو د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره پر هر ډول ناستو او جرګو کولو بنديز لګولی دی.

د جنورۍ پر اتمه (مرغومي ۱۹) د جرګې وياند مولانا بیت الله رسنيو ته وویل چې د ناامنۍ پر ضد د پاکستاني حکومت او پوځ اقدامات د ولس په زيان تمامیږي او ځايي خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوړي.

هغه زياته کړه: "د امنيت ټينګولو لپاره چې حکومت کومه دعوه لري چې هغوی د ترهګرۍ خلاف لګيا دي، چې د يوه يوه کلي ريکارډ راواخلې نو د ولس پر کورونو باندې ډرون بريدونه کېږي او د درنو وسلو په وجه زموږ ولسونه متاثره کېږي."

مولانا بيت الله وايي، له پوځي مشرانو سره يې په وار وار جرګې وکړې خو د هغه په وينا د پاکستانحکومت او پوځ د امن په راوستو کې جدي نه دی نو ځکه يې له پوځ سره پر هر ډول جرګو کولو بنديز لګولی دی.

د اتمانزيو جرګې اعلان وکړ چې د جنورۍ پر ۱۱ (مرغومي ۲۲) به د خيبر پښتونخوا د بنو د ځونيخېلو او د لکي مروتو د جرګو له مشرانو سره ناسته کوي او د روانې ناامنۍ پرضد به ګډه پرېکړه کوي.

په شمالي وزیرستان کې له تېرې يوې مودې راهيسې ځايي ولس د ناامنۍ پرضد پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسله والو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د اتمانزيو جرګې له پوځ سره د ناستو پرېکون په داسې حال کې اعلان کړ چې د جنورۍ پر اوومه (مرغومي ۱۸) د شمالي وزیرستان په میرلي کې د هاوان توغول شوې مرمۍ په هرمز سیمه کې پر یو کور ولګېدله چې پکې دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل شوي دي. د میرلي اوسېدونکي وايي چې د هاوان مرمۍ د میرلي له پوځي کیمپ څخه توغول شوې دي.

د دغې سیمې اوسېدونکي وايي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو پر مهال زياتره وخت ولسي وګړو ته زیان اوړي.

د شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په ځينو نورو سيمو کې هم خلکو په وار وار د هاوان مرميو او ډرون بريدونو د پېښو پرضد احتجاجونه کړي دي. خو د پاکستان امنیتي چارواکو بیا هغوی ته باور ورکړی دی چې د وسله والو پرضد د عملیاتو پرمهال به عام ولس نه په نښه کېږي.

د شمالي وزيرستان د ميرلي ولس وايي چې هلته د ناسم وضعیت له امله خلک خوندي ځایونو ته پر کډه کولو مجبوره شوي دي. دوی وایي چې هره ورځ د مختلفو کلیو، لکه هرمز، موسکي، حیدر خېل، حسوخېل او نورو سیمو له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې کورنۍ کډې باروي.

د میرلي يو سیاسي فعال عادل داوړ وايي چې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتو پر مهال د هاوان مرمۍ او راکټونه پر ولسي کورونو لګېږي او دې حالاتو خلک اندېښمن کړي دي: "خلک له ۲۰ کلونو راهیسې په جنګ کې دي. هره ورځ دلته بریدونه او چاودنې کیږي. خلک ډېر سخت ژوند تېروي. هر څوک وس نه لري چې نورو ښارونو ته ولاړ شي. دولت دې پر دوی رحم وکړي او دلته دې امنيت ټینګ کړي."

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي وو او شاوخوا دوه کاله وروسته یې ادعا وکړه چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال کې چې لکونه بې کوره خلک خپلو سيمو ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امنيت و خو د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې پکې هدفي بريدونه او نورې حملې بيا پیل شوې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG