د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د دفاع مدني سازمان: د اسرائیل په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي


په غزه کې د روغتیا نړیوال سازمان روغتیایي مرستې ته منتطرې ښځې
په غزه کې د روغتیا نړیوال سازمان روغتیایي مرستې ته منتطرې ښځې

د غزې د دفاع مدني سازمان د شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۹) وویل چې د اسرائیل په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د اسرائیل پوځ ویلي چې په دغه برید کې یې لسګونه وسله‌وال له منځه وړي دي.

د دغه سازمان ویاند محمود بصال د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د خان یونس په جنوب کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یو کمپ باندې د اسرائیل په هوايي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

د فلسطین د سره صلیب ادارې هم پېښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې په دغه برید کې ۱۱ فلسطینیان ټپیان شوي او د درملنې لپاره د نصیر روغتون ته وړل شوي دي.

بصال همداشان وویل اسرائیل د غزې په الطفه سیمه کې چې زرګونو بې‌ځایه شويو فلسطینیانو ورته پناه وړې ده پر یو ښوونځي هوايي برید کړی دی. د بصال په وینا په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې د برید ټول قربانیان په سیمه کې د الاهل عرب روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د اسرائيل پوځ پر څوو ښوونځیو چې ورته بې‌ځایه شويو فلسطینیانو پناه وړې وه بریدونه کړي دي. اسرائيل ویلي چې په دغو ښوونځیو کې فلسطیني وسله‌والو فعالیت درلود.

په عین حال کې د اسرائیل پوځ ویلي چې د غزې په جبالیا سیمه کې د حماس ډلې د بیا منظم کېدو د مخنیوي لپاره له یوې میاشتې راهیسې پراخ هوايي او ځمکني عملیات دوام لري او "لسګونه ترهګر" یې په کې وژلي دي.

د اسرائيل پوځ دغه راز ویلي چې د غزې په رفح سیمه کې یې هم یو شمېر وسله‌وال وژلي دي.

د اسرائيل پوځ دا مهال په دوو جبهو کې، په لبنان کې د حزب‌الله او په غزه کې د حماس له ډلو سره، په جنګ کې ښکېل دی.

د حماس او حزب الله ډلې دواړه د امریکا، انګلستان او نورو لویدیځو هیوادونو لخوا د ترهګرو ډلو په توګه پیژندل شوې دي.

د اسرائيل پوځ په یو بیان کې ویلي: "په تېره یوه ورځ کې د اسرائيل هوايي ځواکونو په لبنان او د غزې په تړانګه کې د ترهګرو ۵۰ هدفونه په نښه کړي دي."

په بیان کې راغلي‌ چې په دغو بریدونو کې پوځي جوړښتونه او د وسلو زیرمې په نښه شوي‌ دي.

په غزه کې د اسرائيل جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د حماس وسله‌والو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې برید وکړ.

پر اسرائيل د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ نور یرغمل شول. اسرائیل وايي چې ۱۰۱ یرغمل شوي کسان لا هم د حماس له دلې سره دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس پر غزه باندې د اسرائيل د غچ اخیستونکو بریدونو په پایله کې له ۴۳۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي،‌ چې لویه برخه یې غیرنظامیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG