د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د نهو ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي


پء غزه د اسرائیل بمبارۍ
پء غزه د اسرائیل بمبارۍ

د غزې د ملکي دفاع ادارې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۴) وویل چې د اسرائیل په برید کې چې د خان یونس په سیمه کې یې دوه کورونه په نښه کړل، د ماشومانو په ګډون شل تنه وژل شوي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود باسال ویلي دي چې په دغو بریدونو کې یو یېد الفرا کورنۍ پر د اوسیدنې پر یو کور شوی چې ۱۴ تنه په کې وژل شوي دي. پر دې سربیره په یو جلا برید کې شپږ نور کسان هم وژل شوي دي

باسال وویل چې په لومړي برید کې د ۱۴ وژل شویو کسانو څځه نهه یې ماشومان دي چې عمرونه یې تر ۱۶ کلونو کم وو.

د دغې کورنۍ یوې غړې، ام الامیر الفرا، چې له برید څخه ژوندې پاتې شوی، د فرانس پءس اژانس ته وویل، "توغندی زموږ څنګ ته یو ولګېد او موږ تر خاورو لاندې شو. زما ماشومان او خور مې ووژل شول."

احسان الفرا چې د ام الامير تر څنګ ولاړ و، وويل چې په دغه کور کې يوازې "ښځې او ماشومان" موجود وو او په دغه کور کې هېڅ افراطي نه و.

هغه زیاته کړه: "زما زوی عیسی ووژل شو، هغه پنځه کلن و... زما ټول ماشومان ټپیان شوي دي."

د فرانسې د خبري اژانس (فرانس پرس) د خبريالانو له خوا خپاره شوي عکسونه ښيي چې د دې کورنۍ خپلوان د خان يونس په سيمه کې د اروپا په روغتون کې د ماشومانو په مړينه ماتم کوي. د اکثرو قربانیانو جسدونه په سپینو کفنونو پوښل شوي وو.

خو د اسرائیل پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "د غزې په جنوبي سیمو کې د دوی په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي دي."

اسراییلي ځواکونه په غزه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، او د سیمې په شمال کې هوايي او ځمکني بریدونه زیات شوي دي، چیرته چې راپورونه ښيي چې د حماس ځواکونه بیا تنظیمیږي.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سيمو د حماس سخت دريځو په بريدونو کې شاوخوا ۱۲۰۶ کسان ووژل شول او دغې ډلې تر ۲۵۰ ډېر يرغمل کړل.

اسرائیل هم په یو غچ اخیستونکي اقدام کې د حماس پر ضد په غزه کې پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائیل په بریدونو کې تر اوسه ۴۲۸۴۷ کسان وژل شوي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي. ملګرو ملتونو د غزې د روغتیا وزارت دغه احصایه د اعتبار وړ ګڼلې ده.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې د څه باندې یو کال راهیسې روان دي، د غزې لویه برخه د اسرائیلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ویجاړه شوې ده او څه د پاسه ۲.۴ میلیونه فلسطینیان په تیر کال کې لږ تر لږه یو ځل کډه کولو ته اړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG