د لاس رسي وړ اتصالات

بوریل: اسرائیل غزه د نړۍ په لویې هدیرې بدله کړې


جوزیپ بوریل
جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (حوت۲۸) وویل چې د اسرائیل پوځي عملیاتو غزه په «یوی لویې سر خلاصې هدیرې» بدله کړې ده.

بوریل د اروپايي ټولنې د وزیرانو په غونډې کې وویل: «غزه تر جګړې مخکې لوی او سرخلاص زندان و... نن د لسګونه زره خلکو او د ډېرو مهمو بشري قوانینو هدیره ده.»

نوموړي یو ځل بیا اسرائیل تورن کړ چې غزې ته بشري مرستې نه پرېږدي او له دې څخه «د جګړې د وسیلې په توګه کار اخلي. اسرائيل قحطي پاروي.»

اسرائيلي مقامات وايي چې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې ۱۱۶۰ اسرائيلیان ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک وو.

د اسرائيل پوځ وايي په دغې جګړې کې یې ۲۵۰ عسکر هم وژل شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې غزه کې د روغتیا مسئولین وايي د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۱۷۰۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

اروپايي ټولنه ۲۷ غړي لري او تر دې دمه نه ده توانېدلې چې د غزې د جګړې په اړه یو واحد دریځ ولري. ځینې غړي یې د اسرائيل او ځینې نور یې د فلسطینیانو پلوي کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG