د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د غزې په الشفا روغتون کې پوځي عملیات پیل کړي


د غزې په تړانګه کې په کنډوالو بدل شوې ودانۍ او له بمباریو وروسته دودونه د اسرائیل له جنوبي برخې څخه لیدل کیږي.
د غزې په تړانګه کې په کنډوالو بدل شوې ودانۍ او له بمباریو وروسته دودونه د اسرائیل له جنوبي برخې څخه لیدل کیږي.

د اسرائیل پوځ وايي، د غزې ښار ترټولو ستر روغتون الشفا کې یې د یکشنبې د ورځې مارچ ۱۷ (کب ۲۷) راهیسې عملیات پیل کړي دي.

د اسرائیل د دفاع وزارت ویاند ډانیل هاګاري په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسرائیلي ځواکونو پر دغه سیمه ځکه عملیات کړي چې د حماس جګپوړيو چارواکو له روغتون څخه پر اسرائیلي ځواکونو د بریدونو د قوماندې لپاره کار اخیست.

هاګاری وویل: "موږ به دا عملیات په احتیاط سره وکړو چې ډاډ ترلاسه کړو روغتون خپل مهم فعالیت ته دوام ورکوي."

عیني شاهدانو د روغتون په شاوخوا سیمه کې د بمباریو او د اسرائیلي ټانکونو د موجودیت خبر ورکړی دی.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ نړیوال فشارونه رد کړل، او ژمنه یې وکړه چې اسرائیل به د غزې-مصر پولې ته نږدې په رفح ښار کې د حماس پر اورپکو برید وکړي، حتی که په قطر کې د اوربند خبرې په راتلونکو ورځو کې بیا پیل شي.

نتنیاهو د خپل دفتر لخوا په خپره شوې ویډیو کې د کابینې غونډې ته په وینا کې وویل: "هیڅ نړیوال فشار به زموږ د جګړې د ټولو اهدافو د ترلاسه کولو مخه ونه نیسي."

نتنیاهو تر دې وړاندې د حماس د له منځه وړلو خبرداری ورکړی خو پر رفح ښار باندې یې د ممکنه برید د وخت په اړه څه ویلي نه دي.

نتنیاهو د سي ان ان تلویزیون ته وویل چې اسرائیل به د حماس سره په جګړه کې د شپږ اونیو اوربند په اړه د موافقې لپاره "هڅه کوي" خو ترڅنګ به یې "پوځي فشار" ته هم دوام ورکوي.

نتنیاهو وویل چې په متحده ایالاتو کې ترټولو لوړ رتبه یهود چارواکي، د سنا د اکثریت مشر چک شومر لپاره "په بشپړ ډول نامناسبه" ده چې، تیره اونۍ یې په اسرائیل کې د نويو ټاکنو غوښتنه کړې او ادعا یې کړې چې له نتنیاهو څخه د غزې په جګړه کې "ځان ورک شوی دی".

نتنیاهو وویل: "زه فکر کوم یوازینی حکومت چې موږ یې باید د رانسکورولو لپاره اوس کار وکړو، په غزه کې د حماس ظالمانه تروریستي حاکمیت دی چې تر زرو زیات اسرائیلیان یې وژلي دي."

شومر، چې د اوږدې مودې راهیسې د اسرائیل متحد بلل کیږي، خبرداری ورکړی چې نتنیاهو په نړیواله سطحه اسرائیل "بدنام" کړی ځکه چې د غزې په جګړه کې په زرګونو خلک وژل شوي او په لسګونو زره فلسطینیان له دې کبله د لوږې سره مخامخ دي چې اسرائیلي پوځیانو د غزې تړانګې ته د مرستو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

نتنیاهو وویل: "د اسرائیل اکثریت د هغه څه ملاتړ کوي چې موږ یې کوو. که موږ جګړه ونه ګټو، دا به د امریکا لپاره هم یوه ناکامي وي."

هغه وويل: "ستونزه غزې ته د مرستو نه رسېدل نه دي، بلکې اصلي ستونزه دا ده چې مرستې د حماس او نورو ډلو له خوا لوټ کیږي."

نتنیاهو سي ان ان ته وویل چې په روانه جګړه کې "اسرائیل ملامتول له تعصب څخه ډک او په حقیقت کې غلط کار دی".

هغه له دې وړاندې خپلې کابینې ته وویل: "په نړیواله ټولنه کې خپلو ملګرو ته وایم، ایا ستا حافظه دومره لنډه ده؟ دومره ژر مو د اکتوبر اوومه هېره کړه، چې له هولوکاست وروسته د یهودیانو پر وړاندې تر ټولو ناوړه قتل عام و؟... او په دومره لنډ وخت کې تاسو چمتو یاست چې د حماس د شیطانانو په وړاندې د اسرائیل د ځان د دفاع حق رد کړئ."

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو له برید وروسته پیل شوه چې د اسرائیل د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرائیل په پرله پسې بریدونو کې تر ۳۱۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په داسې حال کې چې د غزې تر نیمايي ډېر نفوس، ۲.۳ میلیونه وګړي بې ځایه شوي او د سیمې ډېری زیربناوې او کورونه ویجاړ شوي دي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز، اردن ته له پلان شوي سفر مخکې اسرائیل ته خبرداری ورکړ چې په رفح باندې برید به سیمه ییزه سوله "ډیره ستونزمنه" کړي او دا چې اوس هڅې "د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره دي چې موږ اوږدمهاله اوربند ته ورسیږو."

نتنیاهو ویلي دي چې اسرائیل پلان لري په رفح باندې د هر ډول ځمکني برید څخه مخکې ملکي وګړي له دغه ښار څخه وباسي، خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی به چیرته ځي.

په قطر کې د اوربند خبرو ته نږدې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د اسرائیل د استخباراتي ادارې موساد مشر به له قطري، مصري او امریکايي منځګړو سره په خبرو کې برخه واخلي.

حماس تیره اونۍ د اوربند نوی وړاندیز وکړ. ددغه وړاندیز له مخې، د اسرائیل له زندانونو څخه د سلګونو فلسطیني بندیانو د ازادېدو په بدل کې به حماس شاوخوا ۴۰ اسرائیلي یرغمل خوشې کړي. ټاکل شوې ده چې ددغه وړاندیز په اړه د اسرائیل کابینه خبرې وکړي.

نتنیاهو لا دمخه ویلي وو چې حماس په دغه وړاندیز کې "غیر واقعبینانه غوښتنې" کړي دي. خو د سولې د هڅو یو باخبره فلسطیني چارواکي وویل چې د بندیانو د تبادلې په اساس له حماس سره د یوې معاملې امکان ښکاري.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "منځګړیو د حماس د نوي وړاندیز په اړه مثبت احساس وکړ. ځینو په اسرائیلو کې احساس وکړ چې حماس په خپل پخواني دریځ کې یو څه نرمښت راوستی او اوس یوازې په نتنیاهو پورې اړه لري چې ووایي د سولې موافقه کېدونکې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG