د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د جنرال رازق وژنې ته غبرگون


جنرال عبدلرازق چې د لسو نه زیات ځانمرگه بریدونه کې ژوندې وتلی و، د اکتوبر په ١٨ مه په یو برید کې ووژل شو. د هغه وژل کیده پاکستان کې ځینو کسانو د دغه ملک لپاره ښه خبر وباله.

ښاغلی رازق په خپل ژوندانه د طالبانو او د پاکستان سخت مخالف گڼل کیده او په وروستیو کې یې د پاکستان لخوا د ډیورنډ په پولې د کټارو لگولو په اړه هم خبردارې ورکړی و.

د جنرال رزاق په وژل کیدو د پاکستان د پوځ ویاند په خپل رسمي ټویټر دغه پیښه وغندله خو له بلې خوا په پاکستان کې ځینو د دفاعي چارو کارپوهانو د هغه په وژنه خوښي څرگنده کړیده.

په دغو کسانو کې یو یې د پاکستان پخواني پوځي جنرال غلام مصطفی دی. هغه په خپل ټویټر ولیکل

"په افغانستان کې د پاکستان دښمنان د جنرال رازق اڅکزۍ پشمول د خپلو امنیت ساتونکو لخوا ووژل شول. په پاکستان کې به ځینې کسان ډیر خپه وي. خو داسې ښکاري چې یو ځاې، یو څوک خپل کار ته مکمل ژمن دی."

زید حامد چې د پاکستان د پوځ یو مشهور طرفداره او د دفاعي چارو کارپوه دی، پخپل ټویټر د عبدالرازق په اړه ډیر سخت ټکې کارولې دي. هغه ولیکل

"رازق جنگي مجرم و. یو ظالم کس و. امریکا به ورته پیسې ورکولی. د هند د استخباراتو کس و، په پاکستان کې د بلوڅ ملت پالانو ترهگرو ملگری و او د ملگرو ملتونو د ترهگرو په لسټ کې یې نوم شامل و خو امریکا او سي آي ای به ساتلو ځکه چې هغه د پاکستان او طالبانو مخالفه و. ممکنه کندهار به اوس د طالبانو په ولکې کې شي."

د پاکستان د دفاع په نوم د ټویټر اکاونټ چې د سلو زرو نه زیات تعقیب کونکې په خپل ټویټر د عبدالراق په وژنې لیکلي چې "افغانان هغه کس ته چې شخصي تشدد خانې او بندیخانې یې لرلې، قاچاق یې کاوه، اتل بولي."

د ټویټر یو فعال حامد جان کاکړ بیا پخپل ټویټر د ځینو پاکستانیانو لخوا د جنرال رازق په وژل کیدو د خوښۍ اظهار وغنده. هغه ولیکل

"پاکستانیان د جنرال رازق په شهادت خوشحالۍ کوي. هغوي دا گڼي چې د هغه په وژلو سره به دوي په افغانستان کې وگټي خو ناخبره دي چې هر یو افغان جنرال رازق دی. دغه جگړا به د پاکستان د پناه کیدو سره ختمه شي."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG