د لاس رسي وړ اتصالات

د جنرال رازق د وژنې په اړه غبرګونونه


جنرال رازق د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۸) په یو برید کې ووژل شو
جنرال رازق د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۸) په یو برید کې ووژل شو

د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۸) په کندهار کې د والي په دفتر کې په یو برید کې امنیه قومندان جنرال رازق او د دغه ولایت د امنیت مشر عبدالمومن حسین خیل ووژل شول.

والي ژوبل شوی دی او چاروکي وايي تر درملنې لاندې دی. طالبان ادعا کوي چې برید دوی کړی دی.

ولسمشر غني د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې په خپلې وینا کې وویل دا یوه دردوونکې پېښه وبلله او وویل چې د افغانستان د دفاع وزیر، د ملي امنیت مشر او یو شمېر کمانډو ځواکونه کندهار ته ځي چې امنیتي حالت وارزوي.

اجرايي رئیس عبدالله عبدالله ویلي دي چې د جنرال رازق وژل کېدل یوه نه جبرانېدونکې پېښه ده.

د افغانسان د ملي امنیت دوو پخوانیو مشرانو امرالله صالح او رحمت الله نبيل هم دا پېښه غندلې ده او جنرال رازق یې د هېواد رښتینی او زوړر سرتېری یاد کړی دی.

د بلخ مخکني والي عطا محمد نور دا پېښه یوه توطیه بللې ده. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې څنګه امکان لري د ولایت په ودانۍ کې دننه دې داسې یوه پېښه وشي.

د دې تر څنګ جنرال رازق ته ځینو افغانانو په دري او پښتو کې مرثیې او شعرونه هم لیکلي د ي. په شعرونه کې د هغه میړانه ستایل شوې او د هغه وژل لویه ضایعه بلل شوې ده.

د هند او پاکستان غبرګونونه

پر افغان چارواکو سربېره د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم په دې پېښې خواشيني ښولې ده. د هغه دفتر په ټویټر کې دا یو ډارن برید بللی دی او ویلي دي چې هند به د افغانستان له خلکو سره ولاړ وي.

د پاکستان پوځ هم دا پېښه غندلې ده. د پوځ ویاند اصف غفور په خپل ټویټر کې هیله ښودلې ده چې په افغانستان کې روان جنګ ختم شي او امنیت راشي. هغه د افغانستان امنیت د افغانستان د سیمې له ثبات سره تړلی بللی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي برید د افغان او بهرنیو چارواکو له غونډې وروسته شوی دی. وايي برید له کومې لفظي شخړې پرته شوې ده او په اړه یې تحقیقات روان دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG