د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني، هالنډ او بلجیم اوکراین ته د ټانک او الوتکو ضد توغندي ورکوي  


جرمني، بلجیم او هالنډ وایي د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره دې هیواد ته د ټانک او الوتکو ضد راکټونه ورکوي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، په ټویټر کې لیکلي چې په اروپا کې د ناټو د دفاعي وسلو له مرکز څخه د ټانک ضد ۱۰۰۰ آر‌پي‌جي توغندي او د ځمکې څخه هوا ته ۵۰۰ سټنګر توغندي به اوکراین ته برابر کړي.

ښاغلي شولتز لیکلي چې: "پر اوکراین د روسیې یرغل د بیرته تګ ټکی په ګوته کوي. دا زمونږ دنده ده چې د پوتین د اشغاګرو ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د ځان له دفاع لپاره هر څه چې په توان کې لرو، تر سره کړو."

له بلې خوا د هالنډ حکومت نن د هغه هیواد پارلمان ته په یو لیک کې ویلي چې د ځمکې څخه هوا ته ۲۰۰ سټنګر راکټ اوکراین ته لیږي.

ددې هیواد د دفاع وزارت وویل چې د هالنډ د متحدینو سره په همغږۍ به دغه راکټونه ژر تر ژره ورکړي.

دغه راکټونه د نورو تجهیزاتو، وسلو، مهماتو او رادار سیستم سربیره دي چې هالنډ یې تیره میاشت د اوکراین سره ژمنه کړې وه.

بلجیم هم ژمنه وکړه چې ۲۰۰۰ میله ماشیندارې او ۳۸۰۰ ټنه د سون مواد له اوکراین سره مرسته کوي.

اروپایي هیوادونه پداسې حال کې د اوکراین سره ددغو وسلو مرسته اعلانوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، نورو هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې د اقدام پر وړاندې هر ډول مداخله په "د داسې پایلو سبب شي چې هغوی هیڅکله ندي لیدلي".

XS
SM
MD
LG