د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پوتین او لاوروف بندیزونه ولګول 


پر اوکراین د روسیې د یرغل د دریدلو په مقصد پر مسکو د فشار په زیاتولو سره متحده ایالاتو د جمعې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۲۵ (کب ۶) د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتین او ددې هیواد د بهرنیو چارو په وزیر سرګي لاوروف او همداشان د روسیې د ملي امنیت د شورا په نورو غړو بندیزونه ولګول.

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت په یو بیان کې اعلان وکړ چې د خپلو متحدینو او شریکانو سره په همغږۍ د اوکراین پر ضد د جګړې په طرحه کوونکو بندیزونه لګوي.

پدې اعلامیه کې راغلي: "ولسمشر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر (سرګی) لاوروف پر اوکراین – یو خپلواک او دموکراتیک هیواد باندې د روسیې د غیر قانوني او نه توجیه کیدونکي یرغل مسوول دي. "

د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې ولادمیر پوتین د جونګ اون، الکساندر لوکاشینکو، بشار اسد او یو شمیر نورو ځپونکو په ډله کې حسابیږي چې د متحده ایالاتو له لورې پرې بندیزونه لګول شوي دي.

دمخه تر دې اروپایي ټولنې او بریتانیا په خپلو خاورو کې د پوتین او لاوروف هر ډول شتمنۍ کنګل کړي وې او کاناډا هم ورته اقدام کړی دی.

د سپینې ماڼي ویاندې جن ساکي خبریالانو ته وویل چې ولسمشر جو بایډن د اروپایي ټولنې د کمیسیون د رئیسې اورسلا فون درلاین، سره له ټیلیفوني خبرو وروسته دغه اقدام وکړ.

د امریکا د مالیې وزارت وایي چې دغه بندیزونه او د بندیزونو بنډل چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته په بانکونو او ددې هیواد په بډایو واکمنانو پلي شوي، د ژوندانه اساسي تکنالوژۍ ته ددې هیواد لاسرسی قطع کوي او د پانګي د زیاتولو لپاره ددې هیواد وړتیا محدودوي.

د روسیې د آر‌آی‌ای اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې د پوتین او لاوروف پر ضد بندیزونه په بهرني سیاست کې د لویدیځ د "مطلقې بې وسۍ" ښکارندوي کوي.

د امریکا د مالیې وزارت همداشان ویلي چې د امریکا حکومت د روسیې دوه نور لوړپوړي مقامات د دفاع وزیر سرګي شایګو او ددې هیواد لوی درستیز والري ګراسیموف باندې هم بندیزونه لګولي دي.

د روسیې ولسمشر لادیمیر پوتین، د پنجشنبې د ورځې په سهار فبرورۍ ۲۴ پر اوکراین باندې پوځي عملیات اعلان دکړل او نورو هیوادونو ته یې د روسیې په کړنو کې د هر ډول مداخلې خبرداری ورکړ چې "د داسې پایلو سره به مخامخ شي چې هیڅکله یې ندي لیدلي".

د روسیې د انټرفاکس اژانس د اوکراین د روغتیا وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې تر اوسه د دریو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹۸ اوکراینیان د روسیې په یرغل کې وژل شوي او ۱۱۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG