د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني وايي له امریکا څخه جنګي جټ الوتکي پیري 


جرمني‌ غواړي خپل ځواکونه لا مجهز او عصري کړي
جرمني‌ غواړي خپل ځواکونه لا مجهز او عصري کړي

د جرمني حکومت نن دوشنبه مارچ ۱۴ (کب ۲۳) وویل چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ځواب کې به د امریکا د متحدو ایالتونو څخه لسګونه ۳۵-اف جټ الوتکې وپیري.

د جرمني‌ دا اقدام د دغه هېواد د پوځ د عصري‌ کولو یوه برخه ده چې میلیاردونه ډالر پرې لګول کېږي.

برلین غواړي چې خپلې تورنېدو الوتکې،‌ چې څو لسیزې زړې دي، د امریکا د اف-۳۵ الوتکو او د یوروفایټر په الوتکو بدلې کړې.

جرمني وايي له امریکا څخه به ۳۵ اف-۳۵ او ۱۵ یوروفایټر الوتکې وپیري.

د جرمني د دفاع وزیرې کرستین لمبریک دا د خپل هېواد د پوځ لپاره یو ښه ګام ګڼلی دی.

د جرمني‌ د هوايي ځواکونو قومندان جنرال انګو ګیرهارتز خبریالانو ته وویل چې «د پوتین یرغل ته فقط یو ځواب شته،‌ د ناټو اتحاد او باوري‌ مخنیوي».

د جرمني‌ د تورنېدو الوتکې یوازینۍ الوتکې دي‌ چې په دغه هېواد کې د مېشتو امریکایي ځواکونو د اتومي بمونو د انتقال اجازه لري. دا الوتکې د ناټو ځواکونو مهمه برخه هم ګڼل کېږي.

د امریکا اف-۳۵ الوتکې په نړۍ کې عصري جنګي الوتکې بلل کېږي چې نایابه بڼه او داسې رنګ لري چې دښمن یې په اسانه لیدلای نشي.

د امریکا د یورو فایټر الوتکي بیا په الکترونیکي جګړو کې اغیزناکې دي او د دښمن د هوايي دفاع د سیستم په غیر فعالولو کې مهم رول لوبولای شي.

د جرمني صدراعظم اولا شولتز تېره میاشت وویل چې د خپل هېواد د ځواکونو د عصري کولو لپاره به د ۱۱۲ میلیارد ډالرو د موجوده بودیجې سربېره، په دې برخه باندې نوره پانګونه هم کوي.

روسیې د فبروري‌په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی چې تر دې دمه په کې د دواړو خواو زرګونه عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي.

امریکا، جرمني‌ دناټو نورو غړو هېوادونو د روسیې دا برید غندلی دی، له اوکراین سره یې پوځي او غیر پوځي مرستې کړې او ویلي دي چې د ناټو د غړو هېوادونو له لوېشت لوېشت ځمکې څخه به دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG