د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني پارلمان په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت او د سرتیرو ایستلو بهیر څیړي


د جرمني پارلمان په افغانستان کې د دې هیواد د شل کلن نظامي ماموریت او د افغانستان څخه د وتلو د بهیر د څیړلو او حقیقت موندنې لپاره ځانګړي کمیسیونونه ټاکي.

په پارلمان کې د صدراعظم اولاف شولتز د ائتلافي حکومت او سیاسي مخالفو ګوندونو جګپوړو غړیو نن پنجشنبه جون ۲ (غبرګولي۱۲) په ګډې اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې دا دوه ځانګړي کمیسیونونه بله میاشت وړاندې تر دې چې پارلمان د اوړي په رخصتۍ ولاړ شي، ایجاد شي.

په بیانیې کې ویل شوي چې د دې کمیسیونونو د جوړیدو هدف دا دی چې د څیړنو څخه یې د راتلونکي لپاره ترې زده کړه وشي.

د امریکا د متحده ایالاتو څخه وروسته جرمني دویم هیواد چې د ناټو په چوکاټ یې کې ډیر سرتیري په افغانستان کې میشت و او په شمال کې یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې مسؤلیت درلود.

د طالبانو د راتګ څخه وروسته د جرمني ځواکونو د تخلیې په بهیر کې چې ګډوډي پکې ډیره وه، څه باندې ۵۳۰۰ کسان د افغانستان څخه په نظامي الوتکو کې وایستل.

خو ګڼ شمیر افغانان چې جرمني یې د ایستلو ژمنه کړې وه لا هم په افغانستان کې پاتې دي او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي هڅه کوي چې دغه کسان په بیلا بیلو لارو د افغانستان څخه وباسي.

په عین حال کې جرمني چارواکو څو ورځې وړاندې وویل چې پدې تیرو څو اوونیو کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان یې د پاکستان له لارې ایستلي دي.

تر جرمني وړاندې د برتانیې پارلمان هم په افغانستان کې د تخلیې په بهیر کې ددې هیواد د ځواکونو د ماموریت په هکله څیړنې وکړلې.

د بریتانیې پارلمان د افغانستان څخه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو په هکله په څیړنو کې چې نتیجه کې یې مې ۲۴ (غبرګولي ۳) خپره شوې ویلي چې دا د پلان جوړونې، چمتوالي او رهبرۍ سیستماتیکه ناکامي ښیي.


د پارلمان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو لخوا د کابل د نیولو څخه وړاندې او د کابل د نیولو پر وخت د "ملي اضطراري حالت پر مهال د پلان جوړونې او رهبرۍ اساسي کمبود و".

د راپور په یوې برخې کې ویل شوي، "د افغانستان څخه زمونږ د وتلو رویه ناوړه وه او زمونږ د متحدینو سره داسې خیانت دی چې د کالونو لپاره به د بریتانیې ګټې زیانمنې کړي".

د بریتانیې په حکومت د اګست په میاشت کې هم وروسته تر هغه ګڼ شمیر انتقادونه وشول چې د متحده ایالاتو لخوا د افغانستان څخه د سر تیرو د ایستلو د اعلان څخه وروسته دې هیواد هم په چټکۍ د خپلو سرتیرو د ایستلو پریکړه وکړله.

بریتانیه پداسې حال کې د افغانستان څخه ووته چې سلګونه هغه افغانان چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د افغانستان څخه د وتلو په شرایطو برابر و، هلته پریښودل شول

XS
SM
MD
LG