د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: له غني سره پر اصولو موافقې شوې، تړون به ژر نهايي شي


تر دې دمه د کېدونکي تړون پوره جزیات نه دي‌ خپاره شوي
تر دې دمه د کېدونکي تړون پوره جزیات نه دي‌ خپاره شوي

پخوانی اجرائیه رئیس او د تیرو ولسمشریزو ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله وايي، د روان سیاسي کړکېچ هواري په هدف له ولسمشر غني سره مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

ښاغلي عبدالله نن جمعه مې لومړۍ(غويي۱۲) پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې په یادو مذاکراتو کې توافق ته نژدې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې:"د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې په دغه مذاکراتو کې مو پرمختګونه کړي او پر اصولو موافقې شوې دي، دا مهال د دواړو لورو لخوا پر جزئیاتو او د توافقاتو پر وروستي کولو کار روان دی."

نوموړي هیله ښودلې ده چې دا سیاسي‌ تړون ژر بشپړ شي، خو نور معلومات یې نه دي‌ ورکړي‌ چې په کومو برخو کې توافق شوی دی.

پر همدې مهال په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د افغانستان د پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله لومړی مرستیال بابر فرهمند وايي چې د اشرف غني له ټیم سره په اصولو موافقې او اوس د تړون په جزیاتو کار روان دی.

ښاغلي فرهمند نن جمعه پر خپل فېسبوک لیکلي: "په اصولو موافقې شوي دي او اوس په جزیاتو او د دواړو خواو ترمنځ د تړون په نهايي کولو کار روان دی.

تېره ورځ د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د دواړو خواو ترمنځ سیاسي‌ شخړه به ژر ختمه شي.

په اعلامیې کې راغلي وو چې سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې دبیرا لاینز سره په ویډیویي کنفرانس کې ویلي: "د یووالي د ټینګښټ او همغږۍ لپاره د ملي مشارکت حکومت په چوکاټ کې هڅې روانې وې، په راتلونکو څو ورځو کې به دواړه لوري یوه وروستي توافق ته ورسیږي او ښاغلی عبدالله عبدالله به د مصالحې عالي شورا مشري په غاړه واخلي."

تر دې مخکې په کابل کې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې موافقه شوې ده چې ښاغلي عبدالله ته د اجرايي صدارت او سولې د شورا مشري او په حکومت کې به ۵۰سلنه برخه هم ورکول کیږي، خو تر دې دمه هېڅ یوې غاړې دا راپورونه تاید کړي نه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، سیاسي سیال یې عبدالله عبدالله دا نتیجه ونه منله او خپل موازي حکومت یې اعلان کړ خو نړیواله ټولنې د هغه دا موازي‌حکومت په رسمیت نه پېژني.

XS
SM
MD
LG