د لاس رسي وړ اتصالات

مودي غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې


د هند صدراعظم نریندرا مودي محمد اشرف غني ته د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

ښاغلي غني نن سې شنبه د «مرغومې پر ۳مه نېټه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې ښاغلي مودي د یادې ټلیفوني اړیکې پرمهال نوموړي ته هند ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

محمد اشرف غني هند ته د سفر په اړه د مودي بلنه منلې او زیاته کړې ده چې په یو مناسب وخت کې به هلته سفر وکړي.

غني همدارنګه زیاته کړې، چې نریندرا مودي له افغانستان سره د مرستو د ژمنې ترڅنګ د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی دی.

هغه ویلي:"زما ګران دوست او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن غرمه راته زنګ وهلی و، ما او افغان ولس ته یې د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو او همدارنګه د دغو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د بریا مبارکي راته وویله."

د ښاغلي غني د معلوماتو په اساس نریندرا مودي ویلي، چې هېواد یې د سولې پروسې ترڅنګ د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان شوې، چې محمد اشرف غني تر خپلو نورو سیالانو اکثریت رایې وړي دي.

تېره ورځ د پاکستان حکومت هم د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هر کلی وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ډموکراټیک بهیر د بشپړېدو ملاتړ کوي.

له محمد اشرف غني پرته نورو ټولو کاندیدانو ویلي، چې د ټاکنو کمېسیون لخوا د لومړنیو پایلو اعلان نه مني.

نن سې شنبه د افغانستان د کاندیدانو شورا هم په یو مطبوعاتي کنفرانس کې په تېرو ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې وکړې او زیاته کړه، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون لخوا د پایلو اعلان به هیواد د کړکېچ لورته یوسي.

بلخوا د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‌مخې د ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پرته نورو ټولو کاندیدانو تر لس سلنې کمې رایې اخیستي دي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند علي افتخاري نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، هغه کاندیدان چې تر لس سلنې کمې رایې وړي دي جریمه به شي.

نوموړي زیاته کړه د یادو کاندیدانو هغه یو میلیون افغانۍ چې د مخکني شرط په توګه یې دوی ته سپارلې وي د افغانستان بودجې ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG