د لاس رسي وړ اتصالات

غني او روحاني پر افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي


د افغانستان او ایران جمهور رئیسانو د افغان سولې په پروسې او په ستراتيژيکو او اقتصادي برخو کې د کابل او تهران د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا باندې خبرې کړي دي.

د ایران د جمهوري ریاست د اطلاع رسونې څانګې په یو بیان کې ویلي چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې د ټیلیفون له لارې د شنبې په ورځ د اګست په لومړۍ (زمري ۱۱) شوي دي.

په بیان کې راغلي چې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په افغانستان کې له درې ورځني اوربند څخه په هرکلي هیله ښودلې چې دا اوربند دوام وکړي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.

ښاغلي روحاني ویلي: "ایران تل د افغانستان د دولت په رهبرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او هیله لرو چې بین‌الافغاني خبرې د قانوني دولت او د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو او طالبانو په محوریت د اساسي قانون پر بنسټ نتیجې ته ورسېږي".

د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني د افغان سولې له بهیر څخه د ایران د ملاتړ قدرداني کړې او ویلي یې دي: "هیله لرم چې د سولې له بهیر څخه د ایران ملاتړ هم د افغانستان د ملت او هم د سیمې او نړۍ لپاره د سولې او لازیات امنیت لامل شي".

شاوخوا یوه اونۍ مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و چې تهران د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل او په افغانستان کې د سولې توافق ته د رسېدو په برخه کې لازم ملاتړ نه دی کړی.

د افغانستان او ایران جمهور رئيسانو په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي چې د راپورونو په اساس په تهران کې د طالبانو یو شمیر ملاتړو په پارک ملت کې د طالبانو د بیرغ په پورته کولو سره د دغې ډلې په ملاتړ غونډه وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه د دغې ټیلیفوني اړیکې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ستراتیژیک او اقتصادي اړیکې

د ایران جمهور رئيس حسن روحاني دغه راز د افغانستان له جمهور رئيس محمداشرف غني سره په دې ټیلیفوني اړیکه کې د کابل او تهران ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو د سند په ژر نهايي کولو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: "که د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت اجازه ورکړي، کولی شو چې په راتلونکو میاشتو کې په تهران کې په یوې مهمې حضوري غونډه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو د جامع سند د لاسلیکولو سربېره، د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لیکې څخه استفاده به هم د دواړو خواو د لوړو دوستانه تعاملاتو په لست کې د دوو تاریخي پېښو په توګه ثبت کړو".

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د چابهار بندر په چټکې پراختیا ټینګار کړی او د کابل او تهران ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو د لا پراخېدو هیله ښودلې.

د ایراني ځواکونو له خوا پر پوله د افغان کډوالو د غرقېدو او د ایران په یزد ښار کې د افغان مهاجرینو پر موټر د ډزې کولو پېښو له امله د دواړو خواو ترمنځ له کړکېچن وضعیت وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو جمهور رئیسان ټیلیفوني خبرې کوی.

XS
SM
MD
LG