د لاس رسي وړ اتصالات

په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د ستراتیژي لپاره بحثونه


د افغانستان په هکله د امریکا په پالیسۍ کې د ځنډ په وجې په دی موضوع بیلا بیل بحثونه کیږي.
د افغانستان په هکله د امریکا په پالیسۍ کې د ځنډ په وجې په دی موضوع بیلا بیل بحثونه کیږي.

د افغانستان د جگړې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دفتر پخوانۍ سرپرسته وایې چې خصوصي امنیتي شرکتونو ته د افغانستان د جګړې سپارل به اغیزمن نه وي.

میرمن لورین میلر د امریکا غږ څخه د اکمل داوي سره په یوې مرکې ویلي چې امریکا کې د افغانستان په اړه د تګلارې په باب واحد نظر نشته.

میرمن میلر اندېښنه ښودلې چې د امریکايي پوځیانو په وتلو سره به د افغان حکومت د نسکوریدو خطر زیات شي.

"زما په باور د افغانستان د راتلونکې لپاره باید ټولې مشروع لارې په نظر کې ونیول شي چې معلوم شي د امریکا تعهد په څه ډول دی، او په سیمه کې د امریکا د ملي امنیت خوندي کیدو لپاره غوره لاره وي. دا څرګنده ده چې د افغانستان لپاره په پالیسۍ جوړولو د توقع زیات وخت تیر شوی."

د میرمن میلر په اند د یوې مناسبې راتلونکې تګلارې لپاره یو واحد نظر نشته.

"د تیرو شپاړسو کلونو په ترڅ کې د مختلفو لارو کار اخیستل شوی یا لږ تر لږه ورباندې غور شوی دی. په اصل کې په نویو نظرونو او بحثونو کې د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ تگلاره نده مالومه."

میرمن میلر په څو دلیلونو په افغانستان کې د امریکا د نظامي یا ملکي مداخلې د خصوصي کیدو طرفداره نه ده.

"افغانان به د دې کار هرکلی ونه کړي. بل دا چې د عملي او قانوني لحاظه هم چې قراردادي عسکرو نه څنګه کار واخستل شي یا هغوئ چاته راپور ورکړي، په وړاندې يي ډیر خنډونه شته دی"

کله چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ خبره راځي نو سمدستي دا پوښتنه هم رابرسیره کیږي چې که امریکا د افغانستان نه خپل عسکر وباسي، څه به پيښ شي؟

میرمن میلر د دې پوښتنې په ځواب کې وویل " د وتلو موضوعیو پراخ بحث دی. ظاهرآ تراوسه دا نده معلومه چې د څه ډول وتلو په اړه خبرې شوې دي. که هدف د امریکايي عسکرو بیړني وتل وي، بیا خو ممکن دا پدې معنی تمام شي چې د افغانستان لپاره د امریکا مالي ملاتړ هم کمیږي."

په داسې حال کې چې د افغانستان په هکله د ټرمپ نوې پالیسۍ ته خلک سترگې په لار دي، سپینه ماڼۍ په دې هم غور کوې چې د افغانستان نه خپل عسکر وباسې.

د وال سټریټ ژورنال تیره اونۍ لیکلې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو د زړه نا زړه کیدو له وجې اوس په دی هم غور کیږې چې د افغانستان نه امریکایي عسکر بیرته وباسې.

XS
SM
MD
LG