د لاس رسي وړ اتصالات

غني طالبانو ته: راشئ د جمهوریت تر چتر لاندې د سولې له بهیر سره یو ځای شئ


ولسمشر غني په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته د وینا پر مهال
ولسمشر غني په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته د وینا پر مهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جمهوریت تر چتر لاندې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

ښاغلي غني نن پنجشنبه مۍ ۱۳ (غوايي ۲۳) په ارګ د کوچني اختر په مناسبت وینا کې وویل چې ټولې کیسې ختمې شوي او په وینا یې طالبان به له اوسني فرصت څخه بل لوی فرصت پیدا نه کړي.

نوموړي زیاته کړه: "له دې نه به بهتره شېبه پیدا نه کړئ، دغه مو لوی ترین فرصت دی، ټولي کیسې ختمې شوي او نړیوال ځواکونه ووتل. د افغانستان ولس پر سوله اجماع لري د افغانستان غېږه درته خلاصه کړې ده چې راشئ، لمنه د جمهوریت او غېږه د ولس ډيره پراخه ده."

ولسمشر غني د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې وویل چې اوس مهال ګڼ شمېر کسان ستاسو په نوم غلا او قاچاق کوي او د طالبانو په نامه له خلکو نه باج اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید یو انتخاب وکړي، د هغه په وینا د افغان حکومت انتخاب دا دی چې د هیواد د ستونزې حل لار یوازې سیاسي جوړجاړی دی او خبره یې جګړه ستونزه نشي هوارولی.

ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې همدرانګه زیاته کړه چې افغان حکومت د طالبانو نه تسلیم خط نه غواړي بلکي سیاسي حل لاره غواړي.

خو نوموړي د طالبانو پر مشر ملا هبت الله هم غږ وکړ چې په خپلو پیغامونو کې دي د افغانستان له خلکو نه تسلیمي نه غواړي او په وینا یې هغه ورځې تیري شوي دي.

هغه وویل چې لوی فرصت رامنځته شوی چې په افغانستان کې روان ناورین په ګډه ختم شي چې د سیمې او هم د نړۍ په ګټه دی: "راشئ خپل وروڼه ومنئ، خپل خویندې ومنئ،خپل علماء ومنئ او که واقعي بحث غواړی راشئ چې یو لویې جرګې کې ټول سره کېنو او په واقعي توګه پر ټولو ناخوالو او حل لارو مو غږیږو."

د سولې مالکیت او مدیریت به تر دې وروسته ملي وي

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړه چې د سولې مالکیت او مدیریت به تر دې وروسته په مطلق ډول ملي کیږي او په خبره یې د سولې او افغانستان اړوند عمده پرېکړې به هم تر دې وروسته د افغانستان د خلکو لخوا کیږي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د سولې په اړه یې په کور دننه مشورې پیل کړي او په خبره یې د سولې په اړه سیاسي اجماع رامنځته شوې ده: "د سولې په اړه سیاسي اجماع کامله موجوده ده او ژر تر ژره به تاسو د ملي ګډون شاهدان اوسئ."

افغان ولسمشر زیاته کړه چې د یادې اجماع له رامنځته کېدو څخه هدف د طالبانو د نیت معلومول دي او په وینا یې طالبان باید خلکو ته وښيي چې "سوله غواړي او که بربادي."

خو نوموړي ټينګار وکړ چې تر دې وروسته به د سولې بهیر په اساسي ډول مدیریت کیږي.

د افغان سرتیرو د ملاتړ په اړه ملي اجماع

نوموړي زیاته کړه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه هم په کامله توګه اجماع موجوده ده.

ولسمشر همدارنګه وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه سیمه ییز ملاتړ ورځ تر بلې زیاتیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته د وروستي سفر پرمهال وویل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت رامنځته کېدل د پاکستان د ملي ګټو په ګټه نه دی.

XS
SM
MD
LG