د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا نوې مشرتابه کار پیل کړ


د سولې عالي شورا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا جوړه شوه
د سولې عالي شورا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا جوړه شوه

د سولې د عالي شورا اوږده سرپرستي بالاخره نن پای ته ورسېده او ولسمشر غني په ارګ کې د یوې غونډې له لارې د سولې د عالي شورا نوې رهبري او غړي معرفي کړل او ددې شورا نویو غړو په کار پیل وکړ.

د پخوانیو مجاهدینو د اسلامي محاذ د ګوند مشر سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا لپاره مشر ټاکل شوی دی، د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي ددې شورا ستر مرستیال دی.

د سولې د نوې عالي شورا پاتې مرستیالان پنځه دي، ددې شورا پخوانی غړی حاجي عزیز الله دین محمد مرستیال ټاکل شوی، د بامیانو پخوانۍ والي حبیبه سرابي هم مرستیال ده، عبدالخبیر اوجقند، مولوي عطاء الرحمن سلیم او عبدالکبیر خدام هم د سولې د عالي شورا مرستیالان دي.

د سولې نوې عالي شورا پنځوس غړي لري، ددې شورا هغه پخواني غړي چې په تېرو دوو کلونو کې یې پرلپسې د شورا په ناستو کې برخه اخېستې ده، د دوهم ځل لپاره به غړیتوب ولري.

ترڅنګ ددې شورا سرپرست مولوي عبدالحکیم مجاهد، مولوي عطاء الله لودین، محمد اسماعیل قاسمیار، صدیقه بلخي او د ښځو د شبکې مشره حسینه صافي د سولې د نوې عالي شورا غړي او سلاکاران ټاکل شوي دي.

د ولسمشر غني په هغه فرمان کې چې ددې شورا د نوې رهبرۍ د اعلان په مهال وویل شو، راغلي چې د سولې د عالي شورا هر غړی به د مساوي رايې حق ولري.

د سولې نوې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد ایوب رفیقي ټاکل شوی دی، ښاغلی رفیقي په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین په مهال د هغه مرستیال وو، دا ډول انجنیر فرهاد الله فرهاد چې له پخوا د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مرستیال وو، بیا هم مرستیال ټاکل شوی دی، ترڅنګ د سولې د عالي شورا د دارالانشاء دوهم مرستیال محمد بشیر فاروق ګمارل شوی دی.

د سولې د عالي شورا د نوې رهبرۍ او غړو د رسمي معرفي کولو لپاره د ارګ په ماڼۍ کې مراسم ترتبیب شوي وو، ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې د عالي شورا کړنې خپلواکې دي او تمه لري، چې ژر دا شورا خپلې کړنې او پلانونه ترتیب کړي ترڅو د سولې عملي اقداماتو ته لاره اواره شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې اوس د سولې لپاره ښه فضاء رامنځته شوې ده او باید ښه ګټه ترې واخېستل شي.

ولسمشر غني وویل "د سولې د عالي شورا څلوېښت غړي په ولایتي سطحه له لاسه ورکړي او شهیدان شوي، ۱۸۵ هغه وګړي چې سولې سره یو ځای شوي وو، شهیدان شوي دي".

د سولې د عالي شورا د معرفۍ پدې غونډه کې د سولې د عالي شورا نوي مشر سید احمد ګیلاني وویل چې ده د جهاد اعلان کړی دی او اوس کوښښ کوي چې افغانستان ته سوله راولي او د ولسمشر غني د حکومت د استقرار په ساتلو کې ونډه واخلي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وویل د سولې له هڅو هم افغان حکومت ملاتړ کوي او هم نړیوال، اجرائيه رئيس په عین وخت کې د سولې په تړاوو د څلور اړخیزې ناستې یادونه هم وکړه او له هغو هیوادونو یې مننه وکړه چې له سولې سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې په ارګ کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو ترمنځ څلور اړخیزه څلورمه ناسته دایره شوه.

په پام کې ده، چې د څلور اړخیزې ناستې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د سولې عالي شورا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا جوړه شوه، چې مشري يې په هغه وخت کې برهان الدین رباني کوله، رباني د سولې په لار کې ووژل شو.

د سولې عالي شورا د ولسمشر غني له واک ته رسېدو نه وروسته تر اوسه مشر نه درلود او کله خو ان کارونه یې هم معلوم نه وو.

ځینې پدې شورا نیوکې کوي، چې دا شورا بې کاره ده او هیڅ لاسته راوړنې نه لري.

XS
SM
MD
LG