د لاس رسي وړ اتصالات

غني: که د عبدالله او نبیل تورونه کمپایني ثابت شول، باید بندیان شي


ښاغلي غني د آزادۍ راډیو سره په تازه مرکې کې ویلي چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو، عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل د ادعاوو په هکله چې د خلیل الله فیروزي د خوشې کېدو په اړه یې کړې، باید چې ځانګړې محکمه جوړه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د دویمې دورې لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید دی، وایي چې د تدارکاتو په برخه کې هیڅ فساد نشته.

ولسمشر غني وویل " که د عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل دا ادعاوې د ټاکنیزو مبارزو برخه وي باید ومني چې محاکمه شي او زنداني شي."

په همدې حال کې کاندید عبدالله عبدالله د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون کې په کابل کې په یوې غونډې کې ویلي دي‌ چې دوی چې څه ویلي‌ په خپلو خبرو ولاړ دي.‌

دغه تورونه وروسته تر هغه پیدا شول چې امریکا اعلان وکړ چې ۱۰۰ ملیونه امریکایي ډالر یې چې په افغانستان کې د بریښنا د یوې پروژې لپاره ځانګړې کړي و، بیرته د امریکا مالیې وزارت ته ګرځولي دي او ۶۰ میلونه نور ډالر چې د افغانستان سره د مرستو ژمنه شوې، افغان دولت ته نه ورکول کیږي.

ښاغلي غني همدرانګه پخپلې مرکې کې وویل چې د امریکا د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا مرستو اداره (USAID) یوه "تر ټولو بې کفایته" اداره ده او زیاته یې کړه چې د دې ادارې د هر ډالر مرستو لسمه برخه هم د افغانستان ولس ته نه رسیږي.

جمهور رئیس غني وویل " USAID پدې تیرو پنځو کلونو کې ما ته هیڅ راپور ندی راکړی. ما څو ځله د امریکا له ولسمشر نه غوښتي چې د امریکا د کانګرس او مدني ټولنې یو بې پرې کمیسیون دې راشي او د دې ادارې د مؤثریت په هکله دې څیړنې وکړي.

XS
SM
MD
LG