د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د طالبانو غوښتل بېرته شاتګ دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اوږدمهاله پلانونو لپاره باید د نظام ثبات وساتل شي.

نوموړي تېره شپه د «اګست پر۱۵مه» د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په ځانګړي پروګرام کې وویل، چې د طالبانو غوښتل د بېرته شاتګ په معنی او د جمهوریت غوښتل د سولې راوستل دي.

هغه وویل:"جمهوریت غواړی که طالبان، که طالبان غواړی بېرته شاته ځی، که جمهوریت غواړی د جمهوریت په چوکاټ کې سوله راځي."

نوموړي زیاته کړه که جمهوریت ټینګ شي افغانستان به خپلو هیلو ته په رسېدو کې بریالی شي.

هغه وویل، چې د افغانستان خلک باید د شخصیت پرستۍ له دایرې څخه ووزي او داسې یوه تګلاره رامنځته کړي، چې د کورنۍ اجماع لپاره د منلو وړ وي.

د نوموړي په باور د یو لوی ملت د استازیتوب لپاره باید یو قوي دولت شتون ولري، ترڅو خپل راتلونکی خپله وټاکي.

نوموړي پر جمهوري نظام سره په ټینګار وویل:"دلته ولسواکي ضرور ده،بېله له ولسواکۍ نه موږ دا وطن نشو اداره کولای او پر ولسواکۍ باندې انشاءالله هر شی کېږي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغان سولې په اړه د امریکا او نورو نړیوالو متحدینو هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

د روانې اګست میاشتې پر ۱۲مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل.دواړو لورو دغه مذاکرات ګټور بللي او زیاته کړې ده، چې د نورو ګامونو پورته کولو په اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

بلخوا د امریکايي رسنۍ سي این این ټلوېزیون د راپور له‌مخې ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن جمعه له خپل لوړپوړو چارواکو سره د امریکا او طالبانو د سولې پر پروګرام خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG